(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۰)
ولسمشر غني وايي، له چين سره يې پر کنړ سيند د برېښنا بند پر جوړولو خبرې کړي او ډير ژر به دغه چاره عملي شي.
نوموړي دغه څرګندونې په کابل کې د يوې غونډې پر مهال وکړې او زياته يې کړه، چې حکومت يې د اوبو د مهارولو لپاره ځانګړي منظم پلانونه لري او ډېر ژر به پر کنړ سيند د بند پر جوړولو له يوې چينايي پروژې سره موافقه وکړي.
غني له چينايي چارواکو غوښتي چې په ښه ډول د کنړ د سيند اوبه مهار او د برېښنا د توليد لپاره اماده کړي.
نوموړي زياته کړه، هر هېواد د برېښنا په لرلو سره ابادېږي د فابريکو چلولو وړتيا پيدا کوي، اقتصادي حالت لا پياوړی کېږي او په خبره يې چې د افغانستان برېښنا به د ګمرکاتو په څېر عايد هم ولري چې په دې سره به د افغانانو په ژوند کې يو مثبت بدلون رامنځته شي.
اشرف غني وويل، هڅه کوي چې د تل لپاره د هېواد اوبه کنترول کړي، ځکه چې هر ليټر يې لوړ قيمت لري او که ګاونډيان يې وغواړي نو په لوړ قيمت به يې ورکړي.
نوموړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني ویلي و، چې په افغانستان کې ورته پر اوبو د برېښنا بندونه جوړول د منلو وړ نه دي او ایران به په دې اړه غلی پاتې نه شي.
خو ولسمشر غني د حسن روحاني د څرګندونو په ځواب کې وویل، چې افغانستان له ایران سره د اوبو په اړه د هلمند تړون ته ژمن دی او له ایران هم هیله لري چې د یوه ښه ګاونډي په توګه پر دغه تړون عمل وکړي.
د حسن روحاني څرګندونې د افغان ولس او چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې او دا يې د ايراني ولسمشر بې ځايه خبرې وبللې.
-الماس خدرخېل-


















