کابل غږ
په افغانستان کې چې کوم حکومت راغلې دى هغه له ستونزو ډک حکومت دى د نورو هيوادونو په څير ېې که انتخابات هم کړيدي تر خپل معين وخت پورې حکومتولۍ ته نه دى پاتې شوې ددې لاملونه زيات دي خو څو لاملونه چې هر حکومت ېې د ستونزو سره مخ کړې دى يادونه ځکه اړينه بولو چې موجوده حکومت نه يواځې داچې د سياسي ستونزو سره مخ دى بلکې امنيتي ستونزې ېې دومره زياتې شويدي چې هر ه ورځ ېې د نسکوريدا خطر محسوسيږي.
اشرف غني وايي په راتلونکي کال کې به مو د بريښنا عوايد د ګمرګي عوايدو برابرشي، دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه وايي طالب وسله وال مو په ولاياتو او داعشيان مو له ننګرهاره پسې اخستي دي، د سولې د شورا نوى رئيس وايي د طالب مشرانو جايزې غوښتنې بايد ومنل شي چې سولې ته لاره هواره شي.
دا ټولې هغه وړاند وينې دي چې ويناوال ېې د حکومت پر وړاندې ستونزو ته متوجه نه دي او نه دا پرتله کولاې شي چې سياسي ستونزې ترکومه بريده رسيدلي دي او امنيتي ستونزې کې ترکومه ځايه ډوب ولاړ يو خو په زړونو کې ګوړې ماتوي او ترناڅرګند وخته پورې حکومتولۍ ته دوام ورکوي.
ځني امنيتي ستونزې چې حکومت ورسره مخ دى اوله ولسه ېې نه شي پټولاى پرهغې کله نا کله اعتراف کوي لکه تيره ورځ چې د کونړوالي وحيدالله کليمزي ولسي غونډې ته په وينا کې په عامه کچه وويل خو موخه ېې دهغه ولايت ديني علماء وو چې د داعشيانو دظلمونو پر وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي اوبايد د وسله والو او په ځانګړې توګه د داعشيانو په وړاندې د حکومت مرسته وکړي.
د سياسي ستونزو ترڅنګ چې شمالي ټلوالي په ترکيه کې د لږکيو درې ګونې ډلې د حکومت پرخلاف ائتلاف وکړحکومتي چارواکي په انديښنو کې اچولي دي خو دکونړ والي سيمه ييزو ستونزو ته اشاره وکړه وې ويل يوشمير ديني علماء د داعش سره پر لاس لرلو سربېره، ګڼ ځوانان هڅوي، چې داعشیانو سره یو ځای شي.
اوس په کونړ ولايت کې ټوله توجه ديته ده چې څرنګه ځوان نسل د داعش ډلې له جزبه وژغوري او علما بايد هغه څه ته په خپلو ويناو کې توجه ورکړي کوم چې حکومت ته ورځنۍ ستونزې جوړيږي يانې حکومت په سياسي او امنيتي ستونزو کې دومره راګير دى چې په مرکز،ولاياتو او لرې پرتو ولسواليو کې ولسي وګړي خپله سر او مال خوندي نه بولي او هر ورځ ديوې پيښې سره مخ کيږي .
درې لسيزې د مخه به کمونستي حکومت دخپل اقتدار د دوام په خاطر يوشمير کمونست پلوه علماء او حکومت پلوي ولسي وګړي ډير نازول خو له دې حکومته دحکومتولۍ لاره ورکه ده، پرعلماء او ولسي وګړو بې باوره حکومت دى، همدارنګه بيا علماء او ولسي وګړي پرحکومت هم باور نه لري.
دا مهال چې دحکومت مت لخوا په ننګرهار هسکه مېنه ولسوالۍ کې د داعش په نامه عمليات وشول
او د ننګرهار ولايت په نورو لسواليو کې طالب وسله والو داعش پسې واخست کم شيمر داعشيانو کونړ ته مخه وکړه چې خپله دکونړ والي هم په کونړ کې د داعش پر نفوذ اعتراف وکړ خو داېې و نه ويل چې داعشيان او دهغوې روزنځايونه په کوموسيمو کې دي.
تيره ورځ چې په کابل کې دنشه یی توکو پرخلاف دنړيوال پيوستون او ملي بسيج اوونۍ په اړه په کابل کې غونډه جوړه شوې وه په غونډه کې د نشه یی توکو پرخلاف په مبارزه کې د حکومت د کړنو کمرنګۍ ته اشاره وشوه چې په تيرو لسو کالو کې حکومت د نشه یی توکو په نامه په ميليونونه ډالر مصرف کړل خو نتيجه ېې له صفر پورته نه شوه .
شمالي ولاياتو د حکومت پرخلاف زياتوالې تر دې حده رسيدلاى چې امکان لري په مظاهرو لاس پورې کړي په ولسی جرګې کې يوشمير وکيلان ېې وايي که حکومت ورته توجه ونکړي او بيلابيلې ستونزې ېې حل نه کړي ديته به اړشي چې کابل ته د بريښنا غځول شوي مزې پرکړي او کابل په توره تياره کې ډوب کړي .
په سياسي او امنيتي ستونزو کې راګير حکومت د دفاع او کورينو چارو وزارتونه په کندز کې دامنيتي ستونزو په اړه په نظاميانو کې تبديلۍ او منفکۍ رامنځ ته کړي ، چې دمعلوماتو په اساس په کندز کې پريوشمير امنيتي مشرانو طالبانو سره دلاس لرلو شکونه شته چې کندز به يوځل بيا دسقوط سره مخ کړي ځکه چې د کندز په اړه په ولسي جرګه کې يو شمير غړي د طالبانو سره په لاس لرلو د ځنو کسانو له دندو ګوښه کيدا غواړي چې په هر حال حکومت به دسياسي ستونزو ترڅنګ دزياتو امنيتي ستونزو اوبې باوريو سره مخ شي.


















