د بلک واټر کمپنۍ بنسټګر اريک ډي پرينس او د ډاینکورپ کمپنۍ مشر سټيو فينبرګ وړانديز کړی چې افغانستان ته دې د امريکايي پوځيانو پر ځای د شخصي امنيتي کمپنيو قراردادي جنګيالي واستول شي.
د دغو دواړو شرکتونو مشرانو په دې اړه خپلې طرحې د ټرمپ ستر ستراتيژيست سټيفن بينن او د هغه زوم جراډ کوشنر ته سپارلې دي.
. نيويارک ټايمز ورځپاڼه وايي، د ټرمپ دوو سلاکارانو د نظامي تړونونو دوه سوداګر ګومارلي، څو د افغانستان په اړه يوه جامع طرحه چمتو کړي.
د نيويارک ټايمز په وینا چې د امريکا د جنرالانو او سياسيونو ترمنځ د افغانستان د مسئلې پر سر ژور اختلاف را ولاړ شوی، د امریکا کانګرس د سرتیرو استولو مخالف دی خو د فاع وزارت بیا وایي چې له جګړې پرته بله لار نلري.
پر دغو بهرنیو او یو شمېر کورنیو امنیتي کمپنیو دا تور و چې وسلوالو ډلو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول پیسې او امکانات ورکوي،او له هیڅ ډول جنایي جرمونو دریغ نکوي.
ویل کیږي چې امریکا به په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له زیاتېدو سره امنیتي قراردادي کمپنۍ چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې یې فعالیت بند شوي وو، بېرته فعالې کړي.
د ټرمپ اداره په سپینه ماڼۍ کې له تقریبا ۷ میاشتو وروسته لا هم د افغانستان په اړه کومه ځانګړې تګلاره نلري


















