– د قیامت د نښو سلسله –
۱۱۶- ۱۱۷- ۱۱۸- ۱۱۹ نښې
د درنده ګانو، جماداتو، دورو او د پيزار د تسمو خبرې کول، د ظروفو لخوا د کور څښتن ته د کور حال ويل
نبي کريم صلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې ځنګلي درنده ګان او وحشي ځناوران به له انسانانو سره خبرې کوي، د دورې يو لوری به خبرې کوي، د پيزار تسمه به خبرې کوي او انسان ته به حال وايي.
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: والذي نفسي بيده لا تقوم الساعة حتى تكلم السباع الإنس وحتى تكلم الرجل عذبة سوطه وشراك نعله وتخبره فخذه بما أحدث أهله من بعده ([1]).
ژباړه : په هغه ذات مې قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی، قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې ځنګلي درنده ګان له انسانانو سره خبرې ونه کړي، له انسان سره د هغه د دورې يو سر خبرې ونه کړي، د هغه د پيزار تسمه خبرې ونه کړي او هغه دغه حال ونه وايي چې د هغه په عدم موجودګي کې د هغه خاندان په کور کې څه کول.
(حتی تکلم السباع) يعنې وحشي ځناوران لکه زمری، پړانګ او نور څيره وونکي ځناوران، له (الانس) څخه عام انسانان مراد دي، خواه مؤمن وي که کافر، (عذبة سوطه) يعنې د دورې يو لوری او (السوط) هغې دورې ته ويل کيږي په کومې سره چې مجرمانو ته سزا ورکول کيږي، (شراک نعله) يعنې د پيزار له تسمو څخه يوه تسمه په کومه چې پيزار تړل کيږي.
په دغو کې دوه نښانې يعنې له انسان سره د هغه د دورې خبرې کول او د هغه د پيزار لخوا هغه ته د کور حال ويل، دا هغه نښانې دي کومې چې تر دا مهاله نه دي ښکاره شوې (والله اعلم) ليکن داسې به ضرور کيږی، ځکه چې د دې خبرې خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل رب له لوري ورکړی.
ځينې محقيقينو دې لور ته اشاره کړې چې د دورې له سر او د پيزار له تسمې څخه مراد په اصل کې زمونږ په زمانه کې نوي مواصلاتي ذرائع دي، لکه د موبايل تليفون يا ايس ايم ايس په ذريعه پيغامات کوم چې په خفيه آواز سره ليږدول کيږي.
دا هم ويل کيږي چې دغه نښانې د خپلې ظاهرې معنا مطابق واقع شوې دي او هغه په دې طريقه چې دوره، تسمه او ظروف په حقيقي ډول خبرې کوي (والله اعلم).
حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي: يو ځل د مدينې منورې په اطرافو کې يوه کوچي خپلې بزې څرولې چې يو نا څاپه يوه ليوه د هغه په رمه باندې حمله وکړه او د هغه يوه ميګ يې ونيوله، کوچی د ليوه شا ته شو او هغه يې له بزې يا ميګې څخه را کشاوه او په هغه يې وار کاوه،ليوه له هغه سره مزاحمت کاوه او په لکۍ باندې کيناست، کوچي ته مخاطب شو او دايې وويل: الله تعالی راکړې روزي تا له ما څخه خلاصه کړه، کوچي وويل : څومره عجيبه ده ! ليوه له ما سره خبرې کوي، دا يې چې واوريدل ليوه وويل: په الله قسم ! ته به له دې عجيبه خبره ووينې، کوچي ترې وپوښتل : له دې عجيبه خبره څه ده؟ ليوه ورته وويل : د الله رسول صلی الله علیه وسلم د کجورو په دوو باغونو کې دشاړو زمکو په مينځ کې خلکو ته د تيرې شوې زمانې خبرې کولې او د راتلونکو حالاتو په باره کې يې هم هغوی ته خبر ورکاوه، چې دا يې واوريدل کوچي خپلو بزو ته آواز وکړ او د مدينې پر لور روان شو، بيا يې هغه پريښودې او د نبي کريم صلی الله علیه وسلم لوري ته ورغی او د هغه دروازه يې وټکوله، کله چې نبي کريم صلی الله علیه وسلم له لمانځه فارغ شو نو وې فرمايل : د بزو څرونکی کوچی چيرته دی؟ کوچی پورته شو او ودريد : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمايل : حدث الناس بما سمعت وبما رئيت
ژباړه : هر څه چې تا آوريدلي او ليدلي هغه خلکو ته ووايه. کوچي د ليوه ټوله واقعه او د هغه له خبرو څخه صحابه کرام خبر کړل، نبي کريم صلی الله علیه وسلم په دې وخت کې وفرمايل: صدق آيات تكون قبل الساعة والذي نفسي بيده لا تقوم الساعة حتى يخرج أحدكم من أهله فيخبره نعله أو سوطه أو عصاه بما أحدث أهله بعده ([2]).
ژباړه : کوچي رښتيا وويل، يو شمير نښانې داسې دي کومې به چې له قيامت څخه د مخه ښکاره شي، په هغه ذات قسم د کوم په قبضه کې چې زما روح دی ! قيامت به تر هغه وخته قايم نشي تر څو چې په تاسو کې يو کس له کور څخه ووځي او د هغه پيزار، دوره او آمسا هغه ته ونه وايي چې د ستا له تلو وروسته ستا د کور خاندان څه کړي دي.
همدا شان به د غواوو د خبرو کول هم واقع شي حضرت ابو هريرة رضی الله عنه بيان کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: يو سړی به غوا په زور ونيسي او په هغې به بار واچاوي نو غوا به د هغه لور ته متوجه شي او وبه وايي : زه د دغه کار لپاره نه يم پيدا شوې، زه د بل کار لپاره پيدا شوې يم، خلک به په تعجب سره ووايي: سبحان الله ! غوا د انسانانو په څير خبرې وکړې، رسول الله فرمايي : په دې باندې ما، ابو بکر او عمر هم ايمان راوړی ([3]).
په حديث کې د درنده ګانو او وحشي ځناورو د خبرو چې کوم ذکر راغلی له هغه څخه مراد اصلي او په حقيقي معنا سره خبرې کول دي، والله اعلم، د الله تعالی فرمان دی: یَزِیۡدُ فِی الۡخَلۡقِ مَا یَشَآءُ ؕ اِنَّ اللّٰہَ عَلٰی کُلِّ شَیۡءٍ قَدِیۡرٌ ﴿۱﴾ ([4]).
ژباړه : زياتوي الله په پيدايښت کې هومره چې اراده وفرمايي (دهغو) بيشکه چې الله پر هر شي باندې قادر دی (چې اراده وفرمايي) ښه قادر دی (چې ځينې يې دغسې تزئيد او تخليق دی).
[1] – جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۱۸۱، وقال: حسن غريب، وصححه ابن حبان :۴/ ۴۶۷.
[2] – مسند احمد :۳/ ۸۸، والبداية والنهاية :۶/ ۱۵۰.
[3] – صحيحالبخاری، فضائل اصحاب النبي ، حديث : ۳۶۶۳، وصحيح مسلم، فضائل الصحابة، حديث : ۲۳۸۸.
[4] – فاطر، آية : ۱.


















