(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۵)
د ارزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د دولتي ځواکونو په هوايي بريد کې درې ولسي وګړي وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونکي وايي، تېره ورځ شاوخوا لس بجې د مهراباد په سيمه کې د افغان پوځ پورې اړوند الوتکو په ولسي خلکو بمبار وکړ، چې له امله يې د يوې کورنۍ پنځه غړو ته مرګ ژوبله واوښته.
د ارزګان د ملکي روغتون رئيس ډاکټرخان اغا مياخيل وايي، چې د پېښې له ځآی څخه ورته د درې ولسي خلکو مړي او دوه ټپيان وروړل شوي دي.
د دغه ولايت د والي وياند دوست محمد ناياب پېښه تائيدوي او وايي، چې د دغې بمبار په اړه به تحقيقات وکړي.
درې ورځې وړاندې هم د ترينکوټ په سجاول سيمه کې د افغان او بهرنيو ځواکونو په شپنيو عملياتو کې شل تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.
چارواکي وايي، چې په دغو عملياتو کې وژل شوي او ټپيان ټول طالبان دي خو ځايي خلکو او طالبانو ويلي چې په پېښه کې تلفات ملکي وګړو ته اوښتي دي.
د ځايي خلکو او طالبانو د وينا له مخې شپږ ولسي وګړي په دغه عملياتو کې وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.
-الماس خدرخېل-


















