لیک : محمد عثمان احسان
د دغه سوال جواب تر یو شرعي مقدمي پوري تعلق لري، دغه مقدمه په غور ولولی په آخر کي به ستاسو خپله په جواب سر خلاص سي.
جهاد پر دوه قسمه دی اول دفاعي دوهم اقدامي!
دفاعي جهاد هغه ته ویل کیږي چي: کفار دم سلمانانو پر ملک، مال او عزت باندي حمله وکړی، په دغه وخت پر مسلمانانو باندي د خپلو ځانو، خاوري او مالونو دفاع فرض ده، او دغه فرضیت یي د قرآن عیظم الشان په دغه نصوصو ثابت دی.
أذن للذین یقاتلون.
قاتلوا في سبیل الله.
اقدامي: هغه جهاد ته ویل کیږي چي کفارو پر مسلمانانو حمله نه وي کړی، بلکه مسلمانانو حمله ورباندي کړی وي، جمهور علماء د علامه شبلي نعماني څخه علاوه دغه جهاد هم فرض بولي، دلائل یي دغه نصوص دي:
۱ – فاقتلوا المشرکین حیث وجدتموهم. سورة توبه آیة ۵
۲ – و قاتلوهم حتی لاتکون فتنة و یکون الدین کله لله. سورة انفال ۳۸ آیة
کشف الباري ج کتاب المغازي ص ۱۸/۱۹
په دفاعي جهاد کي د محل پر ټولو مسلمانانو د کفارو د تعرض په صورت کي د ځان څخه دفاع فرض عین ده، که چیري دوی د ځان په دفاع کي پاته راغله، یا یي په دفاع کي سستي وکړه، په دغه صورت کي د علی الأقرب فالأقرب په ډول باندي د عدم کفایت په صورت کي د نړۍ پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین ګرځي.
ثُمَّ بَعْدَ مَجِيءِ النَّفِيرِ الْعَامِّ لَا يُفْتَرَضُ الْجِهَادُ على جَمِيعِ أَهْلِ الْإِسْلَامِ شَرْقًا وَغَرْبًا فَرْضَ عَيْنٍ وَإِنْ بَلَغَهُمْ النَّفِيرُ وَإِنَّمَا يُفْرَضُ فَرْضَ عَيْنٍ على من كان يَقْرُبُ من الْعَدُوِّ وَهُمْ يَقْدِرُونَ على الْجِهَادِ أَمَّا على من وَرَاءَهُمْ مِمَّنْ يَبْعُدُ من الْعَدُوِّ فإنه يُفْتَرَضُ فَرْضَ كِفَايَةٍ لَا فَرْضَ عَيْنٍ حتى يَسَعَهُمْ تَرْكُهُ فإذا اُحْتِيجَ إلَيْهِمْ بِأَنْ عَجَزَ من كان يَقْرُبُ من الْعَدُوِّ عن الْمُقَاوَمَةِ مع الْعَدُوِّ أو تَكَاسَلُوا ولم يُجَاهِدُوا فإنه يُفْتَرَضُ على من يَلِيهِمْ فَرْضَ عَيْنٍ ثُمَّ وَثُمَّ إلَى أَنْ يُفْرَضَ على جَمِيع أَهْلِ الْأَرْضِ شَرْقًا وَغَرْبًا على هذا التَّرْتِيبِ. الهندیة ج ۲ ص ۱۸۸
ثُمَّ الْجِهَادُ يَصِيرُ فَرْضَ عَيْنٍ عِنْدَ النَّفِيرِ الْعَامِّ عَلَى مَنْ يَقْرَبُ مِنْ الْعَدُوِّ وَهُوَ يَقْدِرُ عَلَيْهِ ، وَأَمَّا مَنْ وَرَاءَهُمْ فَلَا يَكُونُ فَرْضًا عَلَيْهِمْ إلَّا إذَا اُحْتِيجَ إلَيْهِمْ ، إمَّا لِعَجْزِ الْقَرِيبِ عَنْ الْمُقَاوَمَةِ مَعَ الْعَدُوِّ ، وَإِمَّا لِلتَّكَاسُلِ فَحِينَئِذٍ يُفْرَضُ عَلَى مَنْ يَلِيهِمْ ثُمَّ وَثُمَّ إلَى أَنْ يُفْتَرَضَ عَلَى جَمِيعِ أَهْلِ الْإِسْلَامِ شَرْقًا وَغَرْبًا عَلَى هَذَا التَّدْرِيجِ. العنایة علی هامش فتح القدیر. کتاب السیر.
امریکایانو پر افغانستان حمله وکړه، د افغانستان د مسلمانانو ځانونه، عزتونه او مالونه یي تباه او برباد کړه، د افغانستان پر مسلمانانو جهاد فرض عین وګرځیدی، کوم چي د طالبانو په نامه افغانانو دغه جهاد شروع کړی، په افسوس سره طالبان په دغه دفاع کي کمزوري وه، ځکه نو د الاقرب فالاقرب د سستۍ له وجه پر ټولو مسلمانانو جهاد فرض عین وګرځیدی، خو طالبانو د دغه کمزورۍ سره سره جهاد متوقف نه کړی بلکه جاري یي وساتی او تر نن ورځي پوري دغه جهاد په هغه کمزري حالت کي جاری دی او د نړۍ پر مسلمانانو یي مرسته کول واجب ده، طالبان اوسنی جهاد په کمزروي او دفاعي حالت کي تر خپله توانه مصروف دي.
کله چي جهاد په دفاعي ډول فرض عین سي، هیڅ مسلمان دا حق نه لري چي د مور او پلار د خدمت په خاطر دفاعي جهاد پریږ دي که څه هم مور او پلار یي متضرر او پریشانه کیږي، کله چي د مور او پلار په خاطر څوک د خپلي علاقي جهاد ته نسي پريښوولای، اقدامي جهاد یا د نورو ممالیکو د مسلمانانو و مرستي ته تګ به څرنګه جواز ولري.
ولأن النفير إذا كان عاماً فكل واحد من المسلمين مقصود بالقتل، فكان للولد الدفع عن نفسه بغير إذن الوالدين وإن كان في خروجه تفجیعهما، وإلحاق المشقة بهما؛ لأن الولد مضطر في ذلك، وصار كما لو قصد إنسان قتل الولد كان له دفعه عن نفسه بغير إذن الوالدين، فطريقه ما قلنا. محیط البرهاني ج ۸ ص ۱۰۵ کتاب الکراهیة والاستحسان، الفصل السابع والعشرون طبع: ادارة القران


















