(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
د هندي پوځ د وسله وال بريد په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو موټر سيند ته لوېدلی، چې له امله يې څلور پاکستاني سرتيري وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند پوځ د پاکستاني ځواکونو د ګزمې پر موټر ډزې وکړې چې له امله يې د پاکستاني سرتيرو موټر سيند ته ولوېد او څلور پوځيان پکې ووژل شول.
د پاکستان د پوځ له لوري په دغه خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تر دې دمه د يو سرتيري جسد راويستل شوی او له سيند نه د نورو جسدونو د راويستلو پلټنه روانه ده.
خبرپاڼه زياتوي چې له يادې پېښې وروسته پاکستاني ځواکونو هم ځوابي ډزې کړي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
وخت ناوخت د پاکستان او هند تر منځ په پرته کرښه دواړه غاړې يو پر بل بريدونه کوي، چې کله ناکله پکې ملکي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
-الماس خدرخېل-


















