(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
د ننګرهار ولايت د حصارک او ازرې ولسواليو په مربوطاتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې، چې پکې ۶ تنه عسکر وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح وايي، تېره ورځ ماسپښين مهال وسله والو طالبانو حصارک ولسوالۍ ته پر لاره د دولتي ځواکونو پر کاروان بريد وکړ، چې له امله يې ۲ عسکر ووژل شول او درې نور ټپيان شول.
نوموړی وايي چې د پوځيانو په متقابلو ډزوکې طالبانو ته هم مرګ ژوبله رسيدلې خو کره معلومات يې په لاس کې نشته.
بل پلو وسله والو طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، چې د ازرې ولسوالۍ اړوند په قطار سړک سيمه کې يې د دولتي ځواکونو يو ټانګ د ماین پر مټ منفجر کړی او په دغه جګړه کې د کنډک د قوماندان په ګډون ۶ تنه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
طالبانو خپل لور ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې مخکې هم ازرې ولسوالۍ ته پر لاره د کابل د خاکجبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې د دولتي ځواکونو يو ستر کاروان د وسله والو طالبانو تر بريد لاندې راغلو، لسګونه سرتيرو ته يې مرګ ژوبله واړوله او دغه راز ۸ رينجر موټر ټانګونه او په زياته اندازه وسلې د وسله والو طالبانو لاس ته ولوېدې.
-الماس خدرخېل-


















