(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
د پاکستان خيبر پښتونخوا ولايت په حيات اباد سيمه کې په حکومتي عسکرو سرتیری بريد شوی، چې له امله يې دوه پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د پاکستاني رسنيو د راپور سره سم، پېښه نن سهار د باغ ناران چوک سره نږدې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د پوليسو موټر له سيمې نه د تېرېدلو په حال کې و.
د پېښې ټپيان د حيات کمپلکس ته رسول شوي دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دا سرتیری بريد و که د سړک غاړې چاودنه، خو ځينو رسنيو ويلي چې ښايي دا یو سرتيری بريد وي، ځکه چې انفجار ډېر قوي او ترې لرې پورې يې اواز اورېدل شوی دی.
خو ځايي پوليسو رسنيو ته ويلي، چې کله د پوليسو موټر په چوک کې په کرار شو، په موټرسيکل سپور سرتيري بريدګر خپل ځان ته چاودنه ورکړه.
د پاکستان امنيتي ځواکونه او استخباراتي ادارې د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
تر اوسه د دغه بريد مسئوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخيستی، خو تر دې مخکې د پاکستان په امنيتي ځواکونو د ځينو بريدونو پړې د تحريک طالبان پاکستان ډلې منلې دي.
-الماس خدرخېل-


















