(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۶)
په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) نن په خپل يو خپور کړي راپور کې ويلي، چې د تیرکال د همدې مودې په پرتله د بریدونو له کبله ملکي خلکو ته د رامنځته شویو تلفاتو په کچه کې ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د يوناما په راپور کې راغلي، چې د جنورۍ له لومړۍ د جون تر دېرشمې نېټې پورې د ۶ مياشتو په موده کې ۵۲۴۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې له جملې يې ۱۶۶۲ تنه وژل شوي او پاتې ۳۵۸۱ تنه ټپيان شوي دي.
د يوناما په راپور کې ۱۵ سلنه ملکي تلفات افغان امنیتي ځواکونو ته منسوب شوي، دوه سلنه نړیوالو ځواکونو ته، يو فيصد اربکیانو او نورو دولتي مليشو ته منسوب شوي دي.
د راپور له مخې ۴۳ سلنه ملکي تلفات طالبانو ترسره کړي، پنځه سلنه داعش او نولس فيصده نامعلومه وسله والو ته منسوب شوي دي.
راپور زياتوي،شل سلنه مرګ ژوبله په مرکز کابل کې رامنځته شوې، چې له کبله يې ښځو او ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله رسېدلې ده.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر يوناما وايي، چې تر ټولو خونړی په کابل کې د می مياشتې بريد و، چې ۱۵۰ تنه پکې ووژل شول او سلګونه نور ټپيان شول.خو يوناما ويلي، چې په دغه پېښه کې ۹۲ تنه وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو ويلي، چې د ښځو او ماشومانو تلفات هم زیات شوي او په خبره يې د دې لامل په لاس جوړ شوي مایونونه او په ګڼه ګوڼه سیمو کې هوایي عملیات دي.
نوموړي له وسله والو طالبانو، دولتي ځواکونو او بهرنيو ځواکونو غوښتي چې د عملياتو او بريدونو پر مهال له احتياطه کار واخلي، ترڅو ملکی خلکو ته مرګ ژوبله ونه رسېږي.
د یوناما راپور کاږي چې په سلو کې څلوېښت ملکيان د مخالفينو په بريدونو، مقناطيسي بمونو او سرتيرو بريدونو کې وژل شوي دي.
تر اوسه وسله والو طالبانو د دغه راپور په اړه څه نه دي ويلي.
خو طالبان په هېواد کې (د ملکي تلفاتو د مخنيوي او سمع شکایاتو اداره) لري چې د نوموړې ادارې د ۲۰۱۷م کال د لومړيو شپږو مياشتو راپور څو ورځې مخکې رسنيو سره شريک شو او ويلي و، چې په دغه موده کې ۴۰۴ د ملکي تلفاتو غمیزی پيښې ثبت شوي، چې له دې جملې څخه ۲۹۶ پيښې د امريکايانو، د حکومت، ملي اردو، پوليس او اربکيانو لخوا شوي دي. ۶۰ پيښې د مجاهدينو لخوا او ۴۸پيښې د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا ترسره شوي دي.
طالبانو ويلي و، چې د مذکوره ۴۰۴ ملکي تلفاتو په پيښو کې ټول ۶۸۹ عام هيواد وال شهیدان شوي دي چې له دې جملې څخه ۴۹۵يې نارينه ، ۸۴ يې زنانه او ۱۱۰ يې ماشومان دي.
د طالبانو راپور زياتوي، چې په مجموع ۶۸۹شهيدانو کې ۴۲۴ د امريکايانو او د دوی پورې تړلې د مزدورې ادارې اردو، پوليس او اربکيانو لخوا شهيدان شوي دي ، ۸۴ د مجاهدينو په عملياتو کې شهيدان شوي او ۱۸۱ د داعش او د نامعلومو کسانو لخوا شهيدان شوي دي.
د طالبانو د راپور پر اساس په ۴۰۴ پيښو کې ۱۰۴۱ هيواد وال ټپيان شوي دي چې له دې جملې څخه ۷۸۱ يې نارينه ، ۷۸ يې زنانه او ۱۸۲ تنه يې ماشومان دي.
د طالبانو په وينا، ۴۵۹ د امريکايانو او دولتي ځواکونولخوا ټپيان شوي چې ۳۰۹يې نارينه ، ۵۴ يې زنانه او ۹۶ يې ماشومان دي.
طالبان وايي، په ټولو ۱۰۴۱ ټپيانو کې ۶۲ د دوی لخوا ټپیان شوي چې ۴۱ يې نارينه، ۱۰ يې زنانه او ۱۱ يې ماشومان دي.
-الماس خدرخېل-

















