د سروبي ولسوال محمد فهیم موسی زي رسنیو ته ویلي چې د یکشنبې په ورځ د زياتو سېلابونو د راوتلو له امله ۱۱ تنه اوبو وړي چې د ۴ تنو جسدونه سیمیزو خلکو پیدا او د ۷ تنو جسدونه لا هم ورک دي.
د نوموړي له قوله چې د زیات شمیر خلکو کورونه ویجاړ،او دروند مالي او ځاني زیان ور اوښتی دی.
سیمیز خلک وایي د سیلابونو قربانیان په وچ ډاګ پراته دي او هیڅ سرپناه نلري.
خو نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د طبیعي پېښو پر مهال د چمتووالي ادارې نه يې د دې کورنیو لپاره د مرستو غوښتنه کړې او تمه ده چې ډېر ژر به یادو کورنیو ته ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې د دوبي په موسم کې د هیواد ډیری برخې د توندو سیلابونو له امله زیانمنې کیږي او خلکو ته د سر اومال درانده زیانونه ور اړوي خو خلک له حکومتي ادارو او مرستندویه ډلو سر ټکوي چې دوی ته یا په وخت مرستې نه رسیږي، او یا که ورسیږي هم د سیمیزو زور واکانو له امله ورته ډیره کمه برخه رسیږي چې د دوی د درد دوا نشي کیدی دوی له مرستندویه سازمانونو غواړي تر څو په داسې بیړنیو حالاتو کې ویښ اوسي او خپلې بسپنې دې مستحقو کسانو ته په وخت ورسوي.

















