د جوزجان د والي ویاند محمدرضا غفوري رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تېره شپه د شبرغان ښار په جغسای سیمه کې شوې ده.
د نوموړي له قوله چې یاد هلک خپله مور په برچه وژلې ده
نوموړي ویلي دي چئ هلک صمیم نومېږي او ۲۵ کاله عمر لري. ده دا هم وویل، چې صمیم د خپلې مور د وژلو ترڅنګ یې خپلې دوې خویندې چې د ښوونځي زدهکوونکې وې ټپیانې کړېدي.
بلخوا جوزجان ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو مدیر نعمت الله کهزاد ویلي، چې صمیم داسې مهال پهخپلې مور او خویندو برید کړی، چې هغوی د پيسو د ورکولو نه انکار کړی نوموړي ویلي چې یاد هلک په نشیي توکو روږدی ؤ.
چارواکو ویلي چې قاتل له سیمې تښتېدلی دی؛ خو د نیولو لهپاره یې هڅې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې دا لمړی ځل ندی چې دا ډول پیښې رامنځته کیږي،تر دې مخکې هم په ځلونو ورته پیښې شوې چې دوسیې لا هم د چارواکو په میزونو پرتې دي.
په وروستیو کلنو کې په شمال کې د ښځو په ضد زورزیاتي زور اخیستی او انګیزه یې هم په مخدره توکو د ځوانانو اعتیاد او کورنۍ شخړې ښودل شوې دي


















