سرليکنه
په افغانستان کې چې هره ورځ ترا تياو زيات کسان وژل کيږي دا د يوه هدف لپاره وژل کيږي خو څومره ګوندونه چې د مخه جوړشويدي اوس جوړشول او يابه وروسته جوړشي دا ټول بې هدفه دي او دافغان ولس لپاره ښې پايلې نه لري ځکه په افغانستان کې څلور لسيزې دمخه ډير ولسي وګړي وو چې دقاتل مخ به ېې نه و ليدلى قاتل به ورته دانسان په نامه يو وحشي حيوان ښکاره کيده خو اوس چې له هرچاوپوښتې نو بې شمير کسان به درته قاتلين دروپيژني .
په افغانستان کې چې څومره بدبختۍ روانې دي ددې ټولو بدبختيو مسئوليت په يوه او بل نامه دګوندي مشرانو پر غاړه دى همدا بې هدفه ګوندونه وو او دي چې له افغانستانه ېې دپرديو داهدافو لپاره دجګړې ډګر جوړکړ ،ځکه خو دادى اوس افغان بې هدفه ګوندونه جوړوي او بهرنيان د هدفي وژنو پلانونه .
په هېواد کې چې حکومت د وسله والو طالبانو له بريدونو ولسوالۍ ، ولايات او کابل مرکز خوندي ونه ساته او هم دمخالفينو په له منځه وړلو ونه توانيده خپله په حکومت کې دننه دسياسي مخالفتونه اوج ته ورسيدل چې له اپوزيسيونو شمير له وزارتونو زيات شو.
تيره ورځ دحکومت د ناکام امنيت دپخواني رئيس رحمت الله نبيل لخوا کابل کې ديوې غونډې په جوړولو سره دمحور په نامه ګوند اعلان شو دنبيل په وينا ددې ګوند دمشرتابه دشورا ٧٤ تنه هغه مشران دي چې په حکومت کې ېې فعالې ونډې درلودي خو وروسته له دې به د دولت پرخلاف په اپوزيسيون کې خپل مخالفت ته دوام ورکوي .
هرګوند چې په افغانستان کې سر را پورته کوي هغه پر حکومت نيوکې کوي وايي تګلاره ېې سمه نه ده او نه غواړي په ناسمه لور روان حکومت سره نوره ياري وکړي، دنوي جوړشوي محور ګوند هم همدا فکر دى په حکومت کې ګډون نه غواړي اوهم دحکومت کړنې سمې نه بولي ، ددې نه داڅرګنده شوه چې ددې ګوند غړي اوس دحکومت په ناسم لوري وپوهيدل.
په حکومت کې اختلافات اوبې باوري دومره زياته شوه چې کله هم دحکومت کوم وزير يا دلوړ پوست غړى له حکومت خپله تګلاره بيلوي هغه نوى ګوند جوړوي له محوره دمخه دامنيت پخواني مشر امرالله صالح چې له رياسته ګوښه کړل شو د زرغون بهير په نامه ېې دحکومت په مخالفت کې خپل ګوند اعلان کړ.
له حکومته جداشوي دحکومت لوړ پوړي مشران دادې درېم اپوزيسيون جوړوي خو که هرڅو نوي جوړ شوي ګوندونه ولس ته په نوې بڼه مغرفي کړل شي څو ک پرې باور نه کوي ځکه دهمدې ګوندونو مشران چې کله په حکومت کې وو دحکومت په پاليسۍ روان وو او چې خپلې شخصي ګټې ېې په کې خوندي ونه ليدلى دڅوکسانو په راټولوېې خپل مخالفت اعلان کړ.
تر دې دمخه دافغان ملت په نامه ګوند چې هغه هم په څلورو ډلو ويشل شويدى دانورالحق په نامه مشر ېې دنوې ملي جبهې په نامه ګوند جوړ کړ په عمل کې هيڅ نه وو خو دکاغز پرمخ ېې نوم پاتې شو.
په ترکيه کې په دې وروستو کې دافغانستان دژغورنې په نامه ائتلاف جوړشو او د استاد سياف په مشرۍ هم يو ګوند جوړشوى ؤ خو په کوم وخت کې چې حکومت د ډول ډول وسله والو دمقابلې سره مخ وي په زيات شمير ګوندونه جوړول ولس ته هيڅ ډول ګټه نه شي رسولاى.
په داسې حال کې چې بې هدفه سياسي ګوندونه زيات شول په مقابل کې ېې دافغانانو هدفي وژنې هم زياتې شوې دکابل په خواو شا او هم په ولاياتو کې حکومت ته دتسليم شوي اسلامي حزب دغړو وژل يا په ننګرهار ولايت کې بيلابيلې هدفي وژنې داټول هغه څه دي چې ولس ته بې له بدبختيو نو رڅه له ځانه سره نه راوړي.

















