په ولسي جرګه کې، د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر یوځل بیا حکومت تورن کړ چې د تورې بوړې عملیاتو یې یواځې رسنیزه او تبلیغاتي بڼه درلوده
نوموړي ویلي چې اوس هم د دې ستراتیژیکې سیمې له ۳۰ فیصده پرته نور ټول د داعشي ملیشو په لاس کې ده
نوموړي ګواښ وکړ چې که حکومت یې ویناؤ او غوښتنو ته ارزښت ورنکړي، ستر لاریونونه به وکړي، او همداراز به د کابل ننګرهار لویه لار هم د ټرافیکو په مخ وتړي.
خو د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري بیا وایي چې د تورې بوړې واکمني په مکمل ډول د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.
قدیر داسې وخت داڅرګندونې کوي چې څو اونۍ وړاندې امنیتي ځواکونو د تورې بوړې د یومخیزې تصفیې خبر ورکړ خو قدیر هغه مهال هم د چارواکو خبر له حقیقت څخه لرې بللی ؤ.
د چارو شنونکي په دې آند دي چې امریکایان او افغان دولت په ګډ له داعشي ملیشو څخه د طالب ضده اربکیانو په څیر استفاده کوي .
ځینودولتي چارواکو پدې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې د دې ډلې اکثریت جنګیالي د نورو هیوادونو دي،او آن ځینې یې د بهرنیو هیوادونو پوځیان هم دي .
دې ډلې په وروستیو کې هڅې پیل کړې چې په ښوونځیو کې خپل طرحه شوی درسي نصاب پلی کړي،چې په همدې موخه یې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ ۱۱ ښوونځې ونړول او دسیمې خلکو ته یې خبرداری ورکړ چې د دوی د درسي نصاب تر جوړښت پورې به د هیڅ درسي صنف او ښوونیزې ادارې د جوړولو هڅه نکوي.

















