(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۲۸)
د امريکا د خزانې وزارت اعلان کړی، چې د ایران په ۱۸ افرادو او ادارو يې نوي بنديزونه لګولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې له دغو بنسټونو وسلو، پوځي کښتيو او په يو شمير نورو پوځي برخو کې د ایران د پوځ او سپاه پاسداران مرسته کړې.
د امريکا د دغه بنديزونو په ځواب کې ايران غبرګون څرګند کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزير نوي بنديزونه د شويو تړونونو خلاف بللي او له سي بي اېس سره يې په مرکه کې ويلي، چې د واشنټګن دا عمل به د دواړو هېوادونو اړيکې به نورې هم خرابې کړي.
امريکا په داسې حال کې پر ايران د نويو بنديزونو اعلان کړی، چې وړمه ورځ د ټرمپ ادارې ومنله چې ايران له شپږو هېوادونو سره د ۲۰۱۵م کال توافق عملي کړی دی.
څو مياشتې مخکې هم د امريکا ماليې وزارت پر ديارلسو ايراني اتباعو او دوولسو شرکتونو بنديزونه ولګول او دغه شرکتونه يې د ايران انقلاب ساتونکي ځواک سره په اړيکه لرلو تورن کړل، خو د ایران ولسمشر دا بندیزونه له اتومي موافقې سرغړونه بللې وه.
هغه مهال د سپينې ماڼۍ چارواکو ويلي و، چې دا بندیزونه لومړی پړاو دی او لوړپوړي امريکايي چارواکي پر ايران د نورو بنديزونو پلان هم لري.
-الماس خدرخېل-


















