لیکوال:مسعود آرین
تقریباً دوه لسیزې وړاندې د بشردوستۍ او د هیواد جوړونې په نوم یوه لیونۍ اژدها زموږ په غیرتي او پاکه خاوره مسلطه شوه
دا اژدها هغه امریکا وه چې د ۵۲ ملکونو(ناټو)مشري یې کوله او په ټوله نړۍ د بادشاهۍ خوبونو را په مخه کړې وه
په پوره ځواک،پرمختللې ټیکنالوژۍ او په عصري وسائلو سمبالې امریکا اوولس کاله وړاندې زموږ په هیواد تیری وکړ او په هیواد کې جوړ نظام یې ونړاوه،د هیوادوالو په خولو مسکاوې یې په ژړا بدلې کړې،ناوې یې کونډې کړې،میندې یې بورې کړې،بچي یې یتیمان کړل،تور سرې یې بې لوپټې کړې،ځوانان یې د تورو پنجرو شاته سپینږي کړل او ګرانو هیوادوالو ته یې له هیڅ شان کړاو او تکلیف څخه مخ وانه ړاوه.
په دې وخت کې امریکا لیونۍ وه،داسې لیونۍ چې خپل جنون دې ځای ته رسولې وه چې د انسانانو مرګونه ورته د میږو له مرګه هم بې ارزښته وو.
مګر په پښتو کې متل دی چې وایي په ډار لیوني هم پوهیږي نو زه وایم چې زور لیوني هم سړي کولای شي او لارې ته یې برابروي
د افغانانو زور لیونۍ امریکا اوس دې ځای ته رارسولې چې د ماتې سر خم کړي او ورو ورو په ځان پوهیږي چې په افغانستان کې مې ماته خوړلې او له بیلا بیلو لارو څخه په استفادې کوښښ کوي تر څو خپله ماته په یوه طریقه نه طریقه پټه کړي او له افغانستانه خپلې پښې په چل او فریب سپکې کړي.
تیره ورځ د امریکا ولس مشر ډونالډ ټرمپ په سپینه مانۍ کې له هغو امریکایي سرتیرو سره غونډه درلووده چې په افغانستان کې جنګیدلي وو او دلته یې وخت تیر کړی وو.
ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې زه غواړم پوه شم چې موږ اولس کاله په افغانستان کې څه کول چې هلته مو حضور درلود .
ډونالډ ټرمپ له ده سره ناستو عسکرو ته ویلي دي؛زه غواړم پوه شم،چې په افغانستان کې زموږ شپاړس کلنه جګړه د څه لپاره ده؟موږ باید څه وکړو او تاسې باید موږ ته د خپلو سترګو لیدلی حال او ارزونه ووایاست.
اوس نو د امریکا هغه پخوانی لیونتوب او اوسنی سړیتوب موږ او تاسو ته د پښتو د پورتني متل ښه بیلګه وړاندې کوي چې په ډار لیوني هم پوهیږي
امریکا آخر هم په هوش راغله او زر ده چې نور مو سپیڅلې خاوره او پاک حریم د پردیو له پښو څخه خلاص شي او په آزاد افغانستان کې به سر لوړی ژوند تیروو.ان شاءالله
د هیواد د بشپړې آزادۍ او سوکالۍ په هیله


















