ټرمپ له افغانستان میشتو امریکایي پوځیانو سره کتلي:
د راپورونو تر مخه امریکایي ولسمشر د افغانستان په اړه د خپلې متزلزلې تګلارې د تکمیل په خاطر له هغو امریکایي عسکرو سره چې په افغانستان کې یې دنده ترسره کړې ده ځانګړې لیدنه کړې او د هغوی نظریات او غوښتنې یې اوریدلې دي.
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ د خپل هیواد د پوځ غړو ته د ماسپښین ډوډی چمتو کړې ترڅو په افغانستان کې د امریکا د اوږدې جګړې په هکله تازه نظرونه ترلاسه کړي.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ ترمپ له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي ؤ چې هغه غواړي «په دې وپوهیږي چې ولې موږ هلته [د افغانستان په جګړه کې] د ۱۷ کلونو له پاره پاتې یو، وضعیت هلته څنګه دی او د لا ډیرو نظریو له پاره څه کارونه باید وشي.»
ترمپ همدا راز زیاته کړې چې موږ له ګڼ شمیر خلکو څخه ګڼ شمیر نظریې ترلاسه کړي خو زه غواړم د داسې خلکو نظر هم واخلم چې عملاً هلته شتون ولري.
د ترمپ اداره د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د ادارې څخه پاتې شوي هدف ته د رسیدو له پاره د نویو تګلارو او کړنلارو په لټه کې دی.
ویل کیږي چې د ترمپ اداره به د افغانستان او د سیمې له پاره خپله تازه تګلاره په نږدې راتلونکې کې اعلان کړي.
ټاکل شوې چې په روان اوړي کې به افغانستان ته کابو ۴۰۰۰ تازه دمي بهرني سرتیري هم ولیږل شي.
ځینې تازه راپورونه بیا وایي چې د ترمپ اداره غواړي ترڅو د امریکایي تلفاتو د مخنیوي پخاطر اروپایي جنګیالي په لوړه بیه افغانستان ته واستوي ترڅو د امریکا په نامه دا اوږده جګړه بریا ته ورسوي.
ټرمپ ته د امریکایي کرایي جنګیالیو د ورکړې وړاندیز هم شوی او سمهال د ټرمپ اداره د ټولو انتخابونو سره سره د نوې ستراتیژي په جوړولو بوخت ده


















