بغلان: طالبانو د ګذرګاه نور ولسوالۍ په ټولیز ډول ونیوله
له سختو جګړو وروسته چې همهاله د مرکزي بغلان او شاوخوا نورو ولسوالیو باندې پیل سوي ؤ، بالاخره طالبان وتوانیدل چې د دې ولایت یوه ولسوالۍ تر خپلې سیطرې لاندې راولي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د یادې ولسوالۍ نیول تائید کړي او رسنیو ته یې ویلي چې د جګړې په لړکې یې د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ او شاوخوا ټولي امنیتي پوستې په بشپړه توګه نیولې دي.
طالبانو ویلي چې د جراب په نوم مهمه دره، د مکتب او نیک کلي پراخي سیمي چې د ولسوالۍ مرکز ته نژدې موقعیت لري، په بشپړه توګه ددوی په تصرف کې دي
طالبانو ادعا کړې چې دجګړې په ترڅ کې یې په پراخه کچه سپکي او درنې وسلې، مهمات او نظامي توکي په غنیمت نیولي دي.
بلخوا مازدیګر مهال د بغلان ولایت د امنیي قوماندان ذبیح الله شجاع د ولسوالۍ نیول رد کړل خو آزادو سرچینو او د سیمې خلکو ویلي چې ولسوالۍ کاملا د طالبانو ولکې ته لویدلې.
د یادونې وړ ده چې طالبانو د بغلان سره سره د کندوز په خان آباد او د بدخشان په تګاب کې هم پرمختګونه کړي او یو شمیر سیمې یې نیولې دي















