سه شنبه, اپریل 21, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

هغه څوک چې لمونځ نه کوي څه حکم لري؟

عبد الله صديقي نشرونکی: عبد الله صديقي
جولای 22, 2017
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
27
ځلې شریک شوی
343
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

لیکوال:مولوي احمدالله حسین خیل
په اسلامي ټولنه کې ډېر داسې مسلمانان پخپلو سترګو وینو چې دسستي (تکاسل)له امله لمونځ نه کوي او دا ورته ډېره وړه او اسانه خبره ښکاري او حال داده چې دالله جل جلاله تر ټولو ستر حکم ماتوي او دلوی خطر سره مخ ده او دهلاکت، بربادی لویه کنده کې لوېدلی خو ځان ته یې فکر نه ده .
رابه شو دې خبرې ته چې لمونځ دالله تعالی څومره ستر حکم ده؟
ددین تمام حکمونه دالله جل جلاله له لوري د جبریل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلی الله علیه وسلمَ باندې له اسمانونو څخه ځمکې ته راغلي او په مسلمانانو لازم شوي، خو یوازې لمونځ چې کله فرض کیده، نو الله جل جلاله خپل خوږ پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمعراج په شپه خپل ځان طرف ته وغوښته او ددیدار مطهره نه وروسته یې ورته دپنځوس ۵۰ لمونځونو سپارښتنه وکړه چې دحضرت موسی علیه السلام په مبارکو هڅو سره پنځه لمونځونه په امت محمديه فرض شول. راځم دې خبرې ته چې لمونځ پرېښودونکی دقرآن کریم او داحادیثو په رڼا کې او د څلورو نومیالیو امامانو دمذاهبو له نظره څه حکم لري؟ قرآن کریم سورة مدثر کې الله جل جلاله دهغو كسانو ذكر كړی او دقیامت په ورځ به پوښتنه ځنې وشي چې لمونځ نه کوي [ماسَلَکَکُم فِي سَقَر قالوا لم نَکُ منَ المُصلّینَ] ژباړه: تاسو څه شي اور ته داخل کړئ؟ دوی به ورته ووایي چې موږ لمونځ نه کاوه .ددې ایت کریمه نه صراحتًا دلمونځ نه کونکي له پاره جهنم ته تلل ضروري بلل شوي .بل ایت په سورة ماعون کې[ فَویلُ ّللمصلّین الذین هم عن صَلاتهم ساهون]
دریم: ایت [اقیموا الصلاة ولا تکونو من المشرکین] ژباړه: تاسو لمونځ وکړئ او مشرکان مه جوړېږئ ” ددې ایت شریف دا خبره معلومیږي چې لمونځ نه کول شرک دی دې ته ورته ګڼ شمېر آیوتونو کې دلمونځ قضا کونکي لپاره عذاب (وعید) راغلی.
احادیثو ته به ورشو!
امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کې ددې باب لاندې [باب کُفرُمنْ تَرَکَ الصَّلاةَ ] یو حدیث شریف راوړی [عنْ ابي سفیان قال: سمعتُ جابرا یقول: سمعتُ النبيَّ صلی الله علیه وسلمَ یقول: انّ بین الرجل والشِرْکِ والکفرِ ترک الصّلاة ] ژباړه: دابي سفیان څخه روایت دی چې ما له جابر رضي الله واورېدل هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چې ویل یې دمسلمان او دشرک، کفر منځ کې فرق دلمونځ پرېښودل دي کتاب الایمان حدیث نمبر [82]
امام ترمذي رحمه الله هم په خپل کتاب سنن ترمذي کې یو حدیث راوړی چې یوه تُکړه یې داده [من ترکَ الصلاةَ فقد کفرَ] ژباړه: چا چې لمونځ پرېښود کفر یې وکړ، او بیا وایي چې: [هذا حدیثٌ حسن صحیح غریبٌ ]ابواب الایمان
حدیث نمبر [2621]
دې ته ورته حدیثونه امام نسائي امام ابي داؤد امام ابن ماجه امام احمد بن حنبل امام دارمي رحمهم الله په خپلو کتابونو کي راوړي دي چې ټول دصحت په درجه کې دي .
دڅلورو امامانو مذهب او نظر:
۱-امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله وایي چې: څوک لمونځ نه کوي کافر نه ده خو فاسق ده حکمرانان به یې بندي کوي او وهي تر څو چې توبه وباسي او یا مړ شي، [الدرالمختار مع حاشیته ابن عابدین الشامي ] جلد ۲ [صفحه ۸] مکتبه رحمانیه.
۲–امام شافعي رحمه الله فرمایي: چې قتل دې شي دایې حد ده او یو قول یې داده چې دکفر له امله باید قتل شي او دغه یو قول دامام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله هم ده “مخکنۍ مرجع.
۳—امام مالک رحمه الله وایې: سلطان یې باید دقتل حکم صادر کړي .
۴—-امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: چې لمونځ نه کونکی: کافر، مرتد ده له اسلام څخه، او حکم یې دا ده چې قتل یې کړئ او نه به غسل ورکوئ او نه کفن اونه به یې دمسلمانو هدیره کې خښوئ [حکام العبادات] ابراهیم سلقیني رحمه الله .
یادونه: دې مسأله کې دامام اعظم رحمه الله مذهب کې توسع (اسانتیا)ده .
دپورتنیو حدیثونو او دمذاهبو اربعه و نه” د لمونځ نه کونکي باندې سختې شدیدې نیوکې ” دلمونځ اهمیت څرګندوي ، دفقهاءو او عامو محدثینو په اند دلمونځ پرېښودل په هیڅ صورت کې نه شته که په ولاړه یې نه شې کولای په ناسته دې وکړي که په ناسته یې نه شي کولای په ملاسته دې وکړي کنه په اشارې سره دې تر سره کړي بغېر دحایضې او نفاسې زنانه و څخه چې هغه شریعي عذر لري. اخر کې دا وایم چې لمونځ پرېښودونکي ته به څه په لاس ورشي؟ بلکې ددنیا او اخرت له نعمتونو څخه به محروم شي.
ټولو مسلمانانو ملګرو نه دا ګذارش کوم او سپارښتنه ورته کوم چې دا پیغام دنړۍ ټولو مسلمانو ته ورسوئ، زما مسؤلیت تر تاسو پورې رسول او ها خوا ستاسو مسؤلیت ده ترڅو چې یومسلمان دلمونځ اهمیت نه خبر شي او ستاسو له پاره ذریعه دخیر او باعث داجر وګرزي .
وما علینا الابلاغ المبین

لوی ټکي: امام اعظملمونځمذهب
مخکینې مطلب

بغلان: طالبانو د ګذرګاه نور ولسوالۍ په ټولیز ډول ونیوله

بل مطلب

امريکاته دافغان ژباړونکو تودهرکلى به تر واورو هم سوړشي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 21, 2026
0

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ایران: د خپلې ویشتل شوې کښتۍ غچ به واخلو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 20, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • اسلامي امارت په ټول هېواد کې د کورونو او ودانیزو چارو د جوړولو اجازه ورکړه

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو له پاکستان څخه افغانستان ته قاچاق کېدونکې ۹۵ قبضې تفنګچې نيولي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د عمان خلیج کې پر ایراني بار وړونکې بېړۍ بریدشوی؛ سپاه پاسداران يې غبرګون کې امريکايي نظامي بيړۍ په نښه کړي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • د اوکراین شخړه؛ د ډزو پېښه کې شپږ تنه وژل شوي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ټرمپ: ونس له ایران سره د خبرو نوي پړاو کې د امریکایي پلاوي مشري نه کوي- سي ان ان د ونس په مشرۍ پلاوی اسلام آباد ته روان ده

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

بغلان کې د ۳۹ زره ډالرو په ارزښت د اوبو يوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه او غزني کې د ۲۲ میلیونه افغانیو درې نورې شبکې پيل شوې

اروپايي ټولنه د افغانستان حکومت استازو ته بروکسیل ته د سفر بلنه ورکوي

تخار کې د ۵۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د سپین زر سوداګریز مرکز جوړېدو چارې پیل شوې

ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

ملګري ملتونه: اروپايي ټولنه دې له اسرائیلو سره د سیاسي او سوداګریز شراکت تړون وځنډوي

د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

یوناما: افغانستان د اقلیمي بدلون له ناوړه اغېزو سره مخ دی

ایران: د امریکا لخوا سمندري محاصره له اوربند ښکاره نقض دی

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com