اميري: د خان اباد ولسوالۍ بازار کې درنه جګړه روانه ده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳۱)
له پرون راهيسې وسله والو طالبانو د خان اباد ولسوالۍ په ځينو امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي، چې چارواکي وايي اوس مهال د دغه ولسوالۍ په بازار کې درنه جګړه روانه ده.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري رسنيو ته ويلي، چې طالبانو نن بيا د دغه ولسوالۍ په يو شمير دفاعي پوستو بريدونه پيل کړي او په وينا يې چې جګړه د ولسوالۍ څوسوه مترۍ ته رانږدې شوې ده.
نوموړي له ولايتي چارواکو او د کابل حکومت څخه د نورو سرتيرو د وراستولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د دغه ولسوالۍ د سقوط مخه دې ونيسي.
اميري په دغه تازه نښتو کې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نه دي ورکړي، خو يوې باوري سرچينې ويلي چې تر دې دمه طالبانو ځينې پوستې نيولي او د پرمختګ په حال کې دي.
سرچينې زياته کړې، چې د کندز- خان اباد او خان اباد- علي اباد تر منځ غزېدلې لارې د طالبانو په واک کې دي او دولتي ځواکونه پرې تګ راتګ نه شي کولی.
بل پلو وسله والو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې د ننيو تازه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي،چې تر دې مهاله يې په ننۍ جګړه کې د ( تخته کوپرک، قومندان ګل محمد، علیم اندرابی، د محب الله د پول د سر پوسته، د سیداقبال او د وزيرک) پوستې په ګډون شپږ پوستې نيولي دي.
طالبان وايي، په ننيو تازه بريدنو کې يې ډیری پوليسو، اربکيانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې خو د تلفاتو په اړه يې کره معلومات نه دي ورکړي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په دغه جګړه کې د دوی وسله والو ته په ګڼ شمير کې سپکې او درنې وسلې هم لاس ته ورغلي دي.
تېره ورځ هم وسله والو طالبانو د دغه ولايت په يو شمير ولسوالۍ کې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې دولتي ځواکونو ته پکې درنه مرګ ژوبله واوښته.
-الماس خدرخېل-



