چارواکي: بدخشان کې طالبانو ۳۵ محلي پوليس وژلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶چنګاښ ۳۱)
د بدخشان ولايتي چارواکي او د شورا غړي وايي، چې د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ۳۵ محلي پوليس وژلي دي.
د بدخشان د ولايتي شورا غړی کامل بېک حسيني رسنيو ته ويلي، چې طالبانو له يمګان ولسوالۍ نه په شاه شوي پولیس په تګاب ولسوالۍ کې کلابند کړل او هلته يې ووژل.
نوموړی وايي، په وژل شويو پوليسو کې د يادو پوليسو قوماندان ضمير هم شامل دی.
په عين حال کې د بدخشان والي احمد فيصل بېکزاد ويلي، چې په دغه سيمه کې ټول يوولس پوليس وژل شوي او له شلو زيات نادرکه دي.
ځايي خبریال جاويد عاطفي رسنيو ته ويلي، په تگاب ولسوالۍ کې تېر ماذيګر وسله والو طالبانو ۴۲ سيمه ييز پوليس وژلي دي.
خو وسله والو طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د دغه بريدونو مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې په دغه جګړه کې يې د قوماندان ضمير په ګډون ۴۶ تنه عسکر وژلي او ډیری نور ټپيان کړي.
طالبان وايي، چې د جګړې پر مهال ۱۴ تنه عسکر ژوندي نيول شوي چې اوس هم له دوی سره دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د يادې جګړې په پايله کې دوولس کلي او پراخه سيمه د دوی تر ولکې لاندې راغله.
طالبان وايي، چې په دغه بريدونو کې يې دېرش ميله سپکه او درنه وسله او په زياته اندازه پوځي توکي هم لاسته ورغلي دي.
په ياده جګړه کې څلورو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې چې يو وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
-الماس خدرخېل-



