د غور ولایت په تیوره ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواکونو د بمبار له امله ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي او نامعلوم شمېر کسان ټپیان شوي دي.
د تیورې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي بمبار پر شفاخانې او د شفاخانې پر شاوخوا ودانیو باندې شوی دی چې د مالي زیان تر څنګ یې خلکو ته ځاني تلفات هم اړولي دي. له سیمې نه یوې سرچینې کابل ټکي کام ته ویلي، بمبار هغه وخت پیل شو کله چې سیمې ته طالبان نږدې شول.
تر دې وړاندې د غور والي، ناصر خاضع ویلي و چې طالبان د تیورې ولسوالۍ له نیولو وروسته شفاخانې ته ننوتي او د ناروغانو تر څنګ یې ډاکټران هم وژلي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي خاضع دا تور رد کړی دی او دا یې د حکومت ناکام غبرګون بللی دی.
د دې تر څنګ طالبانو ویلي، په تیوره ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو هغه الوتکه ویشتلې ده چې پر عامو ځایونو یې بمبار کوی.
د غور ولایت تیوره ولسوالي نن سهار طالبانو ونیوله.
همداراز نن ورځ د ننګرهار ولایت د هسکې مینې په ولسوالۍ کې امریکایي ځواکونو په هغو خلکو چې د مړي ختم او خیرات ته راغونډ شوي ؤ بمبارۍ کړې چې په نتیجه کې یې لسګونه ملکي وګړي وژل شوي. د دې پیښې په هکله وروستي جزیات لا ندي ورکړل شوي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې امریکایانو د افغان ځواکونو په ملتیا په ملکي خلکو بریدونه ډیر کړي چې تر اوسه د بښنې نړیوال سازمان او نړیوالې بشري ټولنې د هوایي بمباریو له کبله د ملکیانو مرګ ژوبلې ته هیڅ کوم اهمیت نه دی ورکړی.
















