جمهور رئیس غني نن یوې غونډې ته ځینې ویناوې وکړې چې د خلکو توجه یې ځانته راجلب کړه.
نوموړي نن د سیاحت په اړه یوې غونډې ته د وینا په مهال په څرګنده وویل چې په افغانستان کې د جګړو سیوري نه وای، نو ښایي هر کال به د ۲ ملیونه څخه بیا تر ۵ ملیونه سیلانیان دې هیواد ته د سیاحت پخاطر سفرونه کول.
نوموړي وویل جګړیزې پدېدې افغانستان ته د خارجیانو د مېلیونونو ډالرو مخه نیولې ده.
اشرف غني وویل « د افغانستان په شمال کې آی خانم ښار په ټوله آسیا کې یوازینی ښار دی چې سل فیصده یوناني خصوصیات لري. دلته د مقدوني سکندر تر راتلو ډیر له مخه لا یونانیان راغلي وو او په کاروبار بوخت وو، ځکه خو یوناني تمدن زموږ په خاوره کې په دومره وسیع اندازه جذب شو.»
د نوموړي په وینا چې د نړۍ په سطحه سیاحت د اقتصادي مواردو څخه یو مهم مورد بلل کیږي چې نه یوازي اقتصاد پياوړی کوي بلکې ولسونه یو بل ته نیژدې کوي.
افغان ولسمشر زیاته کړه چې د غزني ولایت اړوند د اجرستان په څپاند سین کې د آبي سپورت داسې امکان شته چې د دنیا د آبي سپورتونو له بهترینو ځایونو سره مقایسه کیدای شي
نوموړي له دې هر څه سره د تیر ټاکنیز شعار په څیر یوځل ټینګار وکړ چې د سولې کیلي د ده په لاس کې ده ده وویل چې ځانونه اماده کړئ، سوله او امنیت هیواد ته را روان دی.
نوموړی دغه خبري پر داسي مهال کوي چې حکومت یې د امریکا تازه دمه اضافي ځواکونو ته بې دریغه انتظار کوي تر څو د جګړو په ساحو کې د طالبانو پر ضد وجنګیږي.
















