پکتیا: د جانیخلو ولسوالۍ د سقوط شیبې شماري

پکتیا: د جانیخلو ولسوالۍ د سقوط شیبې شماري

د راپورونو په اساس ویل شوي چې طالبانو د پکتیا ولایت د جانیخیلو ولسوالۍ کې یو لړ پرمختګونه کړي دي.

سیمه ییز چارواکي واېي، وسله والو طالبانو نن سهار وختي ددې ولایت په جاني خیلو ولسوالۍ ډله ییزه حمله کړې، چې له امله یې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

طالبانو د یادو بریدونو پخلی کړی او ویلي یې دي چې تردې دمه د اورپیچکي کنډو په نوم سیمه کې یې ۴ پوستې نیولې، او لا هم پرمختګ کوي.
طالبانو ګڼو عسکرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ترڅنګ ادعا کړې چې تر اوسه یې ۳ میله پیکاماشیندار، ۳ قبضې راکیټ، ۱ میل دهشکه او په زیاته اندازه مهمات هم له مقابل لوري نیولي دي.
د ولسوالۍ امنیه قومندانۍ چارواکو رسنیو ته ویلي، چې سلګونه وسله وال طالبانو له ګاونډیو ولایتونو څخه پر جاني خیلو ولسوالۍ د برید لپاره هلته رایوځای شوي او په امنیتي ځواکونو یې سختې حملې پیل کړي دي.

چارواکي واېي، که جاني خیلو ولسوالۍ ته بیړنۍ پوځي مرسته ونه رسیږي، ښاېي دغه ولسوالي سقوط وکړي.

د یادونې وړ ده چې تیرکال هم طالبانو یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړی ؤ.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button