کابل: د محقق د کور شاوخوا چاودنه شوې
راپورونه وایی چې نن سهار ۷ بجې دکابل ښار دریمې حوزې اړونده ددهبوریو په سیمه کې داجراییه ریاست ددویم مرستیال محمد محقق د کور ترڅنګ چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته چاودنه منلې خو جزیات یې ندي ورکړی.
بلخوا پژواک خبري آژانس راپور ورکړی چې یو سپین رنګه کرولا موټر چې دمحقق کور په څو مترۍ کې درول شوی و، پکې چاودنه شوې ده، خو دا لا نه ده معلومه ، چې موټربم برید ؤ ،او که د چسپکي ماین چاودنه .
په چاودنه کې د مرګ ژوبلې کره شمیره نده معلومه خو یو شمیر ټپیان یو شمیر ټپیان نږدې د مولا علي روغتون ته یوړل شول.
تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسؤلیت ندی منلی.
ویل کیږي چاودنه د حکومتي مشرانو خپلمنځي ترینګلتیا په ډاګه کوي.
ځکه د محقق په ګډون د شمال ډیرو مشرانو له ګډایتلاف وروسته د ارګ او د یادو څیرو ترمنځ اړیکې خړې دي،

















