ملګري ملتونه: افغانستان کې اقتصادي او امنيتي حالت خراب شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۲)
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره يونسف وايي، چې په دغه هېواد کې اقتصادي او امنيتي حالت د پخوا په پرتله نور هم خراب شوی دی.
دغه اداره وايي، چې له ۲۰۱۲ م کال راهيسې د بې وزله خلکو په شمېر کې شاوخوا ۳۹ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره “یونیسیف” په تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، چې د ۲۰۱۴م کال د دغه پروګرام د پيل راهيسې اقتصادي وده د تمې خلاف ټيټه وه او امنيتي حالت لاپسې خراب شوی دی.
په افغان حکومت کې د ملګرو ملتونو او نړيوالو کنفرانسونو يو تن مسئول محمد حنيف احمدزي د دغه راپور د سپارلو پر مهال وويل:”سروې او معلومات ښيي چې د هغو کورنيو شمېر چې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي شمېر يې له ۳۸.۸ سلنې ۳۹.۱ ته لوړ شوی. د هغو کورنیو شمېر چې د خوړو خونديتوب نه لري په تېره بيا د پسرلي او اوړي په موسمونو کې لوړ شوی. له ناامنيو او بیړنیو حالاتو زیانمنې شوې کورنۍ هم ډېرې شوې.”
دغه اداره په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، روغتیا ساتنې، د څښاک اوبو، د پوليو د له منځه وړلو او د ماشومانو د خوړو په برخه کې فعاليت کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم يادې ادارې د افغان ماشومانو د وضعيت پر خرابوالي اندېښنه ښودلې، خو تر اوسه پورې افغان حکومت په دې اړه کومه ځانګړې تګلاره او يا د افغان ماشومانو د حالت د عادي کولو په اړه خاص پلان نه دی جوړ کړی.
-الماس خدرخېل-



