حکمتیار حکومت ته د ورګډیدو پریکړه کړې

حکمتیار پریکړه کړې چې ګډحکومت کې ونډه اخلي

تیره ورځ د حزب اسلامي ګوند د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ غونډه درلوده، چې پکې د حزب اسلامي لسګونو تنو مشرانو ګډون کړی ؤ.
پژواک آژانس ته د دې ګوند فرهنګي مشر قریب الرحمان سعید ویلي چې په غونډه کې پریکړه وشوه چې یاد ګوند به رسما په حکومتي واک کې ورګډیږي.
د دې ترمخه هم یاد ګوند په نظامي برخه کې حکومت ته د ۵۰۰۰ تنو په شاوخوا کې د عسکرو د ورکولو وړاندیز کړی ؤ.

حزب سرچینو ویلي چې په غونډه کې یې يو کمېسيون ته دنده سپارلې ترڅو د شراکت لپاره د خپلې وړ څوکۍ وړاندیز وکړي او په دې اړه چې دغه مشارکت به په لوړه، منځنۍ او يا هم ټيټه کچه وي، له غور وروسته پریکړه کیږي.

ځینې سرچینې وایي چې حکمتیار ښایي د دفاع منتخب وزیر وټاکل شي خو حزب اسلامي رسما داخبره رد کړې ده.

د حزب اسلامي دغه غړي ویلي چې دوى له نظام څخه ملاتړ کوي او په نظام کې له ګډون څخه يې موخه دا ده، څو اوسنى حکومت خپل رسمي وخت پوره کړي.

ویل کیږي چې ښایي دحزب مشر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند شي خو حکمتیار چې واحد دریځ نلري داخبر د اوس لپاره رد کړی دی.
د یادونې وړ ده چې کابل ته د حزب اسلامي د مشر له راتګ وروسته نوموړي په ځلونو په رسمي غونډو کې ټینګار کړی چې حکومت کې مشارکت نه غواړي،او نه یې هم په رسمیت پیژني، خو اوسنۍ پریکړه یې حیرانونکې نه ښکاري ځکه نوموړي په ځلونو د خپل دریځ په خلاف پریکړې کړې دي.

دحزب وروستۍ پریکړه داسې مهال کیږي چې د اشرف غني په مشرۍ حکومت د شمالي ټلوالې د سختو فشارونو سره لاس اوګریوان ده.
شنونکي وایي چې حکومت ښایي له حزبیانو څخه د دفاعي قوې په حیث کار واخلي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button