(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۵)
د جرمني پوځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی د پوځ اړوند يوې الوتکې تېره ورځ ناوخته د مالي هېواد په ګاو سيمه کې سقوط کړی دی او زياتوي چې په ياده الوتکه کې دوه پوځيان هم سپاره و چې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د جرمني هېواد دغو پوځيانو په مالي کې د ملګرو ملتونو د ماموريت په چوکاټ کې دنده ترسره کوله.
د المان چارواکي وايي، د پېښې ځای ته د پلټنې لپاره د ملګرو ملتونو ځواکونه رسېدلي دي.
تر اوسه د الوتکې د غورځېدو لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي ښايي د تخنيکي عوارضو له کبله نسکوره شوې وي.
اوس مهال په مالي کې د ملګرو ملتونو د ماموريت په چوکاټ کې ۱۳۰۰۰ پوځيان ميشت دي، چې له جملې يې ۸۷۵ الماني عسکر دي.
-الماس خدرخېل-


















