محمدنعیم افغانزوي
عــزم پښتـو مــرام پښتـو ستـا اراده پښتنه
خامه دې مه شه له غیرت ډکه جزبه پښتنه
د پګړۍ ولونه دي پښتونه له هیبته ډک دي
جهان منلـې ده دا ستا سپینه جـامه پښتنه
لا دې په رګ رګ کې رفتار د پښتنې ویني دی
نو به دې خـود ځي په هـر لوري اوازه پښتنه
ستا پښتنه توره پښتو پالي بې زنګه ده لا
پڅه دې نشي ښه تېره ده توره ده پښتنه
ډال دې مات مه شه د پښتو مخته محکم ولاړ دی
له غلیـم وړي د نـاز خـوبـونه ستـا نېـزه پښتنه
ستا سره مل دي د نازو انا دعاوي مدام
درتـه غـږېـږي د مـلالي بیـا ټـپـه پښتنه
اې د احمد او اکبر خان وارثه ننګ نه دې ځار
ته چې په خپل سر باندې ساتې پښتنه پښتنه
د افـغـانزوي د ستـرګو توره مسلمان پښتونه
ورځ دې کراره شه کراره دې شه شپه پښتنه


















