سعودي : دحوثیانو توغندی مو تر هدف مخکې خنثا کړ
سعودي چارواکو رسنیو ته ویلي چې پر مکه مکرمه یې توغول شوی خنثا کړی او مسلمانان یې د هغه له شره ژغورلي دي.
سعودي ویلي چې د حوثي یاغیانو له لوري توغول شوی توغندی یې د مکې ښار په ۶۹ کیلومترۍ کې د طایف سیمه کې خنثا کړی دی
دچارواکو په وينا د توغندي هدف په سعودي عربستان کې د حج د مراسمو ګډوډول ؤو
حوثیانو په سعودي د وروستۍ حملې په اړه تر اوسه څه ندي ویلي
د یادونې وړ ده چې د تیر په اکتوبر مياشت کې هم حوثي ياغيانو د سعودي عربستان پر وړاندې د لوی واټن ويشتونکو باليسټک توغندیو حملې پيل کړې چې د مکه ښار ته نېږدې دفع کړی شوې او دا حملې ریاض او نورو خليج متحدانو وغندلې.
حوثي ياغيانو او د هغوی متحدانو چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح وفادار وو، دوه کاله مخکې د سعودي عربستان پر ضد خپلې غچ اخيستونکي حملې پيل کړې.
سعودي چارواکو خبرداری ورکړی چې د حوثي یاغیانو ددغه کار په مقابل کې به ددوی پر وړاندې روانه جګړه نوره هم پیاوړې
کړي او دوی به له منځه یوسي.
















