فراه : د مخالفینو پرضد عملیاتو ته ایټالوي او امریکایي پوځیان رسیدلي :
د فراه ولایت د والي ویاند ناصر مهري رسنیو ته ویلي چې تیره ورځ دې ولایت ته تر سلو پورته بهرني ځواکونه رسیدلي دي .
چارواکي وایي بهرني پوځيان د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د دې ولايت په مرکز کې ځاى په ځاى شوي دي.
د والي ویاند ناصر مهري، د يادو ځواکونو له کره شمیرې بې خبري ښیي خو په وینا یې چې یواځې دومره خبر دي چې تېره ورځ له غرمې وروسته يو شمېر امريکايي او ايټالوي پوځيان د دې ولايت مرکز ته ورغلي او په هوايي ډګر کې ځاى پر ځاى شوي دي.
د والي ویاند ویلي چې بهرنيان د افغان عسکرو د ځمکني او هوایي ملاتړ لپاره دې ولایت ته ورغلي ، ترڅو د وسلوالو د ځپلو لپاره د افغان عسکرو د رهبري تر څنګ د هغوی سره اوګه په اوګه دمخالفینو سره یوځای وجنګیږي.
ځينو سرچينو رسنیو ته ويلي چې د دې پوځيانو شمېر ١٢٠ تنو ته رسي.
دیادونې وړ ده چې تېر کال په مرغومي مياشت کې هم ۲۰۰ اېټالوي او امريکايي پوځيان وروسته له هغه له افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه د لنډې مودې لپاره دغه ولايت ته ولاړل، چې هلته جګړه د فراه ښار تر څنډو ورسېده.
د ایټالویانو او امریکایي پوځیانو یاد ولایت ته تلل داسې مهال کیږي چې طالبانو هم د نفوذ ساحه تر بل هروخت پراخه شوې او افغان دولت ویره لري چې دا ولایت د وسلوالو طالبانو لاس ته ونه لویږي
















