لیکوال: شهیدمل نیازي
یو ډیر نږدې ملګری مې وه دپلار له لوري می ترورزی هم کیږي ؛ په ټول قیصه کې مې دده نوم دترورزي په نوم یاد کړي ده؛ له خپلو ورور سره یې په ځمکه لانجه وه او دا یې له ځان سره وعده کړي وه ؛چې که چیرته زما د ځمکې لانجه حل شوه ماته پیسې په لاس راشي زه به طالبانو ته یو دانه هشتادودو “82mm” توپ اخلم!
د 2014 کال دروژي مبارکې 28 شپه وه ترورزی مي ټلیفون راته وکړ چې د مسجد خواته راشه لږ کار درسره لرم زه هم له کور نه ورته راووتلم ؛
ګورم چې ترورزی می دمسجد په کوهې “څاه” راته ولاړ ده له جوړ پخیر وروسته یې راته وویل؛ وای څنګه دی خوِښه ده چې سباته په موټرسایکل میرعلې او میرانشاه ته ولاړ شو ماچی کومه وعده کړی ده چې پیسې په لاس راشې طالبانو ته به یو دانه هشتادودو”82mm” ملې توپ» واخلم!
ما ورته وویل مال خبره دي صحې وکړه!
خو دلته اختر ته دوه ورځې پاته دي!
او بل روژه ده بل دمیرعلې او میرانشاه خو ګرمې هم ډیره سخته ده!
راغبرګه یی کړه او ټینګار یی وکړ واي نه خامخا ځو ځان تیار کړه!
ماهم ډیره ورسره اوږده نه کړه ورته ومې ویل مال څنګه دي چې خوښه وي لاړ به شو !
وای سباته وختې چې څنګه دسهار لمونځ وکړي متصل راووځه چې ښه وختې ځو !
بس خداي په امانې مې ورسره وکړه ؛
دسهار لمونځ مې چې وکړ خپل ټاکلې ځای ته ورغلم چې ګورم له مانه وختې مې ترورزي خپل ځای ته راغلې ده بس موټر سایکل ته کیناست!
دګرمې سختې شپې وی او لويې ورځې وي مخ پر میرعلې روان شو!
هیره دي نه وي دټل شاوخوا منطقې نه روان شو دځای نوم مې دڅه مشکل په وجهه ذکر نه کړ!
تقریبا پرلاره مو میرعلې ته پر موټر سایکل څه کم دری ساعته مزل وکړ دمیرعلې بازار ته ورسیدو !
او پر دوکانو سیخ شولو او دلویو اسلحو بیعه کیدل مو شروع کړل ترورزي ته مې لویو اسلحو ډیر زیات خوند ورکاوه او ډیر زیات شوق یی ورسره ؤ ځکه یی هره لویه اسلحه ییعه کوله
لنډه دا چې دمیرعلې بازار کې ښه ډیر تقریبا یو ساعت وګرځیدو هیڅ مو خپله انتخاب کړی هشتادود”و82mm” اسلحه پکې پیدا نه کړه!
یواځې مې ترورزی خپلې دکور لپاره میکروب تومانچې ته 300 کارتوس واخیستل هغه مو هم له دوکاندار سره کیښودل مال موږ ګرځو بیرته درباندي راچکر کیږو دوکاندار هم راسره ومنله کارتوس یې کیښودل!
ترورزی ته مي وویل مال اوس څه کوو !!
راغبرګه یې کړه واي میرانشاه ته ځو!
ما ورته وویل مال اوس هغه ده 12 بجې دي سخته ګرمې ده او بل روژه ده اوس مو هشتادودو”82mm”هم پیدا نه کړ اوس به بیرته کور ته لاړ شو بیابه داختر نه بعد بیا راچکر شو !
راسره وی نه منله ټینګار یی وکړ وای نه خامخا ځو میرانشاه ته!
ماهم په نه زړه ورسره ومنله !
موټرسایکل ته پورته شو له میرعلې نه مخ په میرانشاه روان شو !
سخته ګرمې وه په موټرسایکل هم ګرمه هوا چلیده!
په لاره روان وه تقریبا 10 میلټه مزل مو وکړ یوه دتورو شیشو غواګې موټر کله رانه مخکې شې او کله رانه شاته شې !
موږ نه پوهیدو چې دا څه چل ده او دا خلک څوک دي ومو ویل مال ځه غیره علاقه ده ټول وطن تورو شیشو سپینو غواګیو نیولې ده یو څوک به وي!
خپل مزل ته مو ادامه ورکوله !
لږ نور مزل مو چې وکړ تقریبا دمیرعلې میرانشاه ترمابین دومره اندازه ځای ته به رسیدلې وه!
چې ګورو هغه دتورور شیشو غواګې موټر بیا راڅخه مخکې شو !
ما ترورزی ته وویل مال دا غواګې موټر ډیر رانه مخکې او روسته کیږي څه خبره خو شته داخلک ماته روغ نه ښکاري ترورزي مې هم راته وویل وای بالکل دا خلک ماته هم روغ نه ښکاري واي څه قیصه خو شته!
موږ چې څنګه داخبری سره خلاصې کړي چې ګورو غواګې موټر یې مخته په سرک کې راتاو کړ او سرک یی بند کړ موږ هم جوخت ورپسې روان وه ایله مې ترورزی موټر سایکل ښۍ غاړي ته ګوښه کړ !
چې ګورو له غواګې موټر نه څلور تنه پټ مخې راکوز شول یو کلاشنکوف ورسره وه بیلوټ یی کش کړ او راباندي رامنډه یی کړه او غږ یی راباندي وکړ!
واي کوز شه له موټر سایکل نه!!
موټر سایکل نه کوز شوم!
زه یی له چپ لاس نه ونیولم دغسې یی روان کړم غواګې موټر ته یی وخیژولم !
چې ګورم ترورزی می یوه بل کس له مټ نه رانیولې ده هغه یی هم ماپسې غواګې ته را وخیژاوه او دوی هم په بیړه راوختل سیټ کې ډیر سره تنګ شو موږ ته یی وویل وای زر کوي شاته ډالی ته واوړي موږ په بیړه زر ډالی ته واوښتلو
په څلورو مخ پټو کې یو زموږ موټرسایکل ته کیناست
! او دري تنه زموږ سره غواګې موټر کې سپاره شول!
یو ډریوری ته کیناست!
دوهم زما مخ ته لوي سیټ کې کیناست!
او دریم زما دترورزی مخ ته په لوی سیټ کې کیناست!
دمخ سیټ خالې پاتی شو!
او بیرته واپس یې دمیرعلې په طرف روان کړو! موټر سایکل راته مخکې او موږ ورپسې بس روان یو!
موږ ورته وویل مال تاسو څوک یاست!!
وای ډاریږې مه هیڅ مشکل نشته موږ طالبان یو!
مرکز ته مو امیرصاحب ته ورولو موږ په تاسې باندي شک کړي ده چې معلومات مو وکړو چې تاسو څوک یاست!!
بیرته مو وای بریږدو هیڅ تشویش ونه کړي!
موږ چې سوچ کاوه چې موږ سره یې څومره بد چلند وکړ او څومره په بې عزتي سره یی موټر ته پورته کړو بیایی ډالی ته په بیړه واړولو نو ذهن کې به مو راغله چې طالبان خو موږ لیدلې دي!
ورسره کیناستلې یو بلکې په عملې میدان کې مو لیدلې دي نو ځان سره به مو وویل چې طالبان خو نه دي !؟
ترورزي مې په ټینګار سره راته ویل چې طالبان ندي غله دي بیدار اووسه حمله پری کوو !
زه په شک کې وم!
زړه کې مې ویل چې شاید طالبان وي مرکز ته به مو بوزی معلومات به مو وکړي بیرته به مو راخوشې کړي او په زړه کې هم ډاډه وم دترورزي دخبرو په ځواب کې مې ورته وویل مال طالبان دي!
تشویش مه کوه ان شاءالله څه مشکل به نه وي!
مګر ترورزي مې له اول نه پوهیدلې وه چې غله دي!
او بله ډیره جالبه دا وه چې لاسونه یی تراخیره پوری راباندی ونه تړل او نه یی دلاسو تړلو څه وویل!
موږ سره په غاړو کې واړه دسمالونه ول لاس یی راتیر کړ دسمالونه یی رانه واخیستل
وای سترګې مو وتړي!
ترورزی باندي مې یی سترګې په زور تړلې لاس یې ورسره واچاوه ترورزی مي ورته وویل وای سترګې ولې راباندي تړی! درسره روان یو زور نه درسره وهو
چیرته مو چې ولې درسره ځو نو سترګو تړلو ته څه ضرورت ده!
هغوي ټینګار کاوه چې سترګې به ضرور تړی !
ترورزی مې نه ورسره منله خبره دغه ځای ته لاړه چی موټر یی یوی غاړی ته ودراوه!
او ټوپک یی زما ترورزی ته ونیو!
وای سترګې تړي که ودي ولم!!
ترورزی مي ټوپک ته لاس ورواچوه!
ټوپک یی ورسره شریک کړ په دغه ټیم کې دوی ډیر وارخطا شول!
زه ور جګ شوم ترورزی ته مې وویل مال ټوپک ورپریږده ولې مو پری ولې!
ما ورته وویل مال ملګری مې مریض ده سترګې چې وتړی زړه یی تنګیږی مال ماباندي سترګې وتړۍ هغه باندی یی مه تړۍ راسره وی منله!
ماته یو کس راجګ شه سترګې یی راباندي وتړلې خو چیرته کیدله یو خواه ډیره سخته ګرمی وه دغرمی څه کم یوه بجه وه بیا روژه وه بل بازار کې هم سخت ډیر وګرځیدو نو زما هم سخت زړه تنګ شه!
سترګې مي بیرته خلاصې کړلې دوی ولیدم خو څه یی ونه ویل !
بس روان وه دمیرعلې په لور زموږ والا موټر سایکل راته مخکې وه ددوی یوتن ملګري ورته ناست وه موږ ورپسی وه!
لږ مزل مو چې وکړ غږ یی را وکړ وای دجیب سامان مو دواړه راکړی ترورزی می جیب ته لاس کړ! 400 ډالر یی راویستل وای دا څنګه کړم!
مال څه دي واي ډالر!!
ما دډالرو په لیدو ټکان وخوړ مال که داهم راسره پیدا کړي وایی به چې دغه دي جاسوسان!
ډالر مې ترورزی نه واخیستل پر پردیګاښ پوری مي ټینګ وتړل او دجیب سامان مې ټول سره له پیسو موبایله ټول ورکړ !
ترورزی مي هم ټول سامان ورکړ!
ټول سامان یی وکوت او بیرته یی ټول راکړ ددی لپاره یی بیرته راکړ چی شک ونه کړی چی موږ غله یو!
یو مبایلې یی رانه کړي هغه یی رانه هیساری کړی!
دا کار یی ددي لپاره وکړ چې شک ونه کړي چې موږ غله یو!
بس په لاره روان وه دموټر شیشې یی ټولې راپسې پورته کړی وی ډیر مو ورته وویل مال دا شیشې لږ ټیټې کړۍ سخته ګرمې مو کیږي په خولو کې جب جوب وه نه یی راسره منله تر اخیره یی شیشې ښکته نه کړي؛
یو څه اندازه مزل مو وکړ چې ګورو دټل اډه چې پکې ده هغه چوک ته راورسیدلو !
له دغه چوک نه یوه لار دمیرعلې بازار ته تللې ده بله لاره سپین وام سپین ټل او ټل ته تللې ده! دمیرعلې بازار په لاین دلته ښې غاړی ته یو دتیلو پمپ وه دتیلو پمپ ته یی موټر وروګرځاوه او دري واړو سرونه سره نږدي کړل پټ پټ سره پسنیدل او پټې خبری یی زموږ باره کې سره کولې!
موږ ته بیا روسته معلومات وشه چې زموږ دځای باره کې سره غږیدل چې جیرته یې یوسو!
بس ځای یی سره انتخاب کړ داسې چل یې وکړ! چې زموږ ځای یی سپین وام انتخاب کړي وه !
چې سپین وام ته به یی وړو موږ ته یی هسې دوکه راکوله چې مطلب موږ خو بلې خواته روان کړي یاست !
ددوي نقشه داسې وه!
سپین وام ته خو یو دغه عام سرک تللې ده چې ټولې موټری ګشت ګذار پری کوی!
او یوه بله قاچاکې لار ورغلې وه موږ یې په هغه لاره روان کړلو!

















