جرمني: افغان کډوال د وسلوالو سره د اړیکو په تور نیول شوی
د راپورونو په اساس آلماني ځواکونو په دې هیواد کې یو کډوال افغان په دې تور چې له طالبانو او نورو وسلوالو ډلو سره اړیکه لري نیولی دی.
نوموړی عبدالمقدس نومیږي او شل کلن دی او د وسلو په خرڅلاو او دقتل په دوسیه کې ښکیل پیژندل شوی دی.
جرمني څارنوالانو ویلي، د دوی معلومات ښیي چې نوموړی په ۲۰۱۳ کال کې د طالبانو په لیکو کې شامل شو او وروسته تر دې چې نظامي زده کړې یې وکړې پر افغان او امریکايي ځواکونو یې بریدونه پيل کړي دي.
خو طالبانو د جرمني څارنوالانو ادعاوې مطلقا رد کړې او ویلي یې دي چې د دوی هیڅ چارواکي په دې هیواد کې پناه نده اخیستې.
طالب ویاند ویلي (موږ دا خبره بالکل ردوو چې زموږ کوم مجاهد دې د جرمني هیواد ته تللي وي، د جرمني هیواد له ۲۰۰۱ کال را په دې خوا زموږ د هیواد په اشغال کې فعاله ونډه لري، زموږ هیچ مجاهد به داسې کار ونه کړي چې په جرمني کې پنا وغواړي. )
څارنوالانو ویلي دې کس په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کال کې یې څو ځله کابل ښار ته وسلې د ننه کړې دي.
طالبانو ویلي چې دا ډول ادعاوې د ناسمو معلوماتو له کبله کیږي
( داسې ادعاوې یا د ناسمو معلوماتو په اساس ترسره کیږي، اویا د داسې افواهاتو ترشا سیاسي شوم اهداف نغښتي دي.
موږ په زغرده وایو چې د اسلامي امارت مجاهدین متعهد خلک دي، خپل دوست او دښمن پيژني او د دښمن په غیږه کې د پنا اخیستلو هیڅ تصور نشي کولای. )
د یادونې وړ ده چې جرمني څارنوالانو یاد کس ته تر اوسه سزا نده اورولې خو اټکل کیږي چې په عمر بند یا په اعدام باندې محکوم شي
















