قطری عالم: د عربي نړۍ وروستی کړکیچ د قیامت ستره علامه ده
تیره ورځ د خلکو یوې لویې غونډې ته د قطر مشهور عالم محمد بن عبدالله المکي په یوجذابه تفصیلي او هر اړخیزه وینا کې ډیرو داسې ټکو ته اشاره وکړه چې د رسنیو پام یې هم ځانته راواړاوو
نوموړي وویل د عرب نړۍ وروستی تاوتریخوالی د قیامت له علاماتو څخه لویه علامه ده.
نوموړي په قطربندیز دیوه ورور له غوښوخوړلو سره ورته وبلل ،هغه ویلي چي له عرب مشرانو څخه غیرتونو کډه کړې او دپردیوخوشحاله ولولپاره بیرته په مسلمانانو باندې داړې لګوي،خوهغه ورته حالت دقیامت نښه وګڼله .
د نوموړي په وینا چې ډيرژربه په عربي نړۍ کې یوبدلون رامنځ ته کیږي.
نوموړي عرب نړۍ ته په خطاب کې ویلي چي نور داروپا اوامریکا دسرټیټۍ څخه ځانونه وساتئ او د خپل منځي اتحاد په فکر کې شئ چې دا مو فرضي دنده ده ،هغه زیاته کړې چي عربي مشران په عیاشیو،مستیو کې لاهوشوي ،دوی اوس په ځان ،ملیت اومذهب نه پوهیږي.
نوموړي ویلي چې امریکا او اروپاکې خیر،ثبات اومینه ده.خو عراق ،شام او نورو اسلامي هیوادونه اوس د باردو په لمبو کې سوځي دا یې دخپلو اعمالو او خپلمنځي تربګنیو ثمره ده.
د نوموړي دوینا ډیره برخه له احساساتو ډکه او جذابه وه ناستو خلکو په چیغو چیغو ژړل او د نوموړي وینا ته غوږ وو.
،هغه دخلیجي هیوادونو ملتونو ته په خطاب کې ویلي چي تاسو نور له الله کوم ډول نعمت غواړي ،تاسوته یواځې په دنیا کې جنت نه دی درکول شوي،تاسو نور خپلې ماڼۍ ترڅو هسکوئ ،نورهرڅه د دنیانعمت ستاسونسونو اونفسو وڅټل،بس کړئ الله ستاسوڅخه ناراض دی ،ځکه یې په خپلو کې سره اخته کړي اوپردي یې درباندې مسلط کړی دی.
















