(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۷)
د حزب اسلامي د دوو قومانانو زرداد او قلم تر منځ خپلمنځي نښته شوې، چې له کبله يې قومندان قلم او د زرداد يو ورور وژل شوی دی.
پېښه تېره شپه د کابل ښار په بوتخاک سېمه کې رامنځته شوې ده.
راپورونه وايي، په دغه نښته کې د حزب اسلامي پخواني او بدنام قومندان زرداد ورور هم وژل شوی دی.
تر اوسه په دې اړه د کابل پوليسو څه نه دي ويلي، خو نوموړي ته نږدې سرچينو ويلي چې قومندان قلم د پوليسو سره په ډزو کې وژل شوی دی.
بل پلو ځينو سرچینو پژواک ته ویلي، چې په بګرامیو کې د ځمکې پر سر نښته شوې چې له امله یې قومندان قلم او د قومندان زرداد یو ورور حاجي شیر اقا وژل شوي دي.
قومندان قلم او زرداد فريادي دواړه د حزب اسلامي بدنام قومندانان دي.
زرداد فريادي په نويمو کلونو کې د افغانستان د کورنۍ جګړې پر مهال د انسانانو د برمته او شکنجه کولو په تور، په ٢٠٠٥میلادي کال په بريتانيا کې محاکمه او په شل کاله بند محکوم شوچي د څو کلونو بند تېرولو وروسته تېر کال بیرته خپل هیواد ته راستون شو.
تر اوسه په دې اړه حزب اسلامي څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-
















