کندهار: طالبانو د شورابک د بند سپیناوی وکړ

نن ورځ دولتي چارواکو ادعا وکړه چې طالبانو د کندهار ولایت په شورابک ولسوالۍ کې د اوبو بند الوزولی دی.

د شورابک ولسوالۍ ولسوال عبد المان بړيڅ رسنیو ته ويلي چې طالبانو په ولسوالۍ کې د اوبو دغه یواځینی بند الوزولی چې سل ګونه جریبه ځمکه یې خړوبوله او د دریو کلیو سلګونو اوسیدونکو ته يې د څښاک اوبه هم برابرولې.

طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼې کې د بند د الوزولو ادعا نه یواځې داچې بې بنسټه بللې بلکې ويلي یې دې چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو هیڅ بند شتون نه لرې.
نوموړي ویلي چې په یاده ولسوالۍ کې د بادې کاریز په سیمه کې د افغان عسکرو پر محاصره قرارګاه باندې د کاریز اوبه تړل شوې،
نوموړی وایي ‹‹ افغان عسکر چی په قرارګاه کی تر کلکی محاصره لاندی دي د اوبو لپاره راوتلاي نشي د اوبو هغه لښتي چی قرارګا ته ورغلی مجاهدينو بند کړي.››

احمدي ویلي چې د کندهار چارواکو خپل ځواکونه د مرګ کندې ته ورپورې وهلي اوس غواړي په دا ډول افواهاتو سره غچ واخلي.

د شورابک اوسيدونکو هم ويلي چې په دې ولسوالۍ کې د اوبو هیڅ بند شتون نه لري.
سیمیز خلک د حکومتي چارواکو دا ادعا خندونکې او شرمونکي درواغ بللي، د سیمې خلکو رسنیو ته ویلي چې دولت دې یوځل موږ ته بند جوړ کړي بیا دې د الوزولو ادعاوې کوي.

شنونکي وایي چې د بیان آزادی مدعیانو او رسنیز بانډ ځینې کړۍ ګمارلې تر څو داسې شایعات چې حقیقت ونلري نشر کړي ترڅو د مخالف لوري پرضد رسنیزه او تبلیغاتي جګړه لا پیاوړې کړي، خو د دوی داهڅې د موقت وخت لپاره که وځلیږي ژر له منځه ځي، د دوی له قوله په دولتي رسنیو اوس دخلکو باور صفر کچې ته رسیدلی دی.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button