شعــــــــر

ثناءافغان
زمونګ که له زخمونو دپرون لمنه ډکه ده
نن مو هم له څړيکو دژوندون لمنه ډکه ده
ګوره له ګلګڅ نه د ښکلا بحر داوښکو مي
څومره دغورځنګ نه يي ديون لمنه ډکه ده
زړه مي ستارمه دخاطرو په مخه کړي ده
بياچي له ټپونو ددي شپون لمنه ډکه ده
رابه وړي که خداى کول دسولي پتاسي په کي
نن که له سکروټو دپښتون لمنه ډکه ده
ډير به دي پر حسن دوفا رنګونه وشيندم
لاخومي دعشق دزړه چاودون لمنه ډکه ده
ستا که خوري اوښکي هم په لپو دي
بيا هم د(ثنا) داوښتون لمنه ډکه ده



