مسلم لیک ن دوه غبرګ صدر اعظمان، موقت او اوږدمهالي وټاکل

مسلم لیک ^ن^ دوه غبرګ صدر اعظمان، موقت او اوږدمهالي وټاکل
له دندې څخه د نوازشریف له ګوښه کیدو وروسته د نوموړي ورور د خپل ګوند (مسلم لیک ن) په استازولۍ د پاکستان د صدراعظم په توګه ټاکل شوی دی.
مسلم ليګ ن ګوند پرېکړه کړې چې شهباز شريف به د پاکستان لومړی وزير وي خو د پاکستان له قانون سره سم نوموړی تر هغو نشي کولای د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړي تر څو يې د پارلمان غړيتوب نه وي تر لاسه کړی.
دې ګوند ویلي تر هغو چې شهباز د پارلمان غړيتوب تر لاسه کوي پر ځای به يې شاهد خاقان عباسي د لومړي وزير په توګه دنده پر مخ وړي.
شاهد هم د یادګوند مخکښ غړی او د طبیعي سرچینو فدارل وزیر پاتې شوی دی.
د یادونې وړ ده چې د تیرې جمعې په ورځ پاکستاني محکمې نوازشریف نا اهله او بې صلاحیته اعلان کړ او نوموړی یې د «پانامه اسنادو» په دوسیه کې د فساد په تور رسما له دندې را وپرځاوو.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې میاشت کې به د شریف او دهغه کورنۍ پر ضد بله محکمه هم جوړیږي ترڅو د هغه په شتمنیو جایدادونو او مالي سرچینو څیړنې وکړي.



