
زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره ( دوهمه برخه )
لیکوال : شهیدمل نیازی
دقاچاکې لاري نقشه!
دمیرعلې بازار یو بای پاس ( فرعی لاره ) لرله موږ یې په دغه لار باندی روان کړو تقریبا چې یو دری کیلو متره مزل مو وکړ چپ لاس ته یوه خامه لار د یوه جګ دغونډي پرسر کلې ته تاو شوي وه بس په دغې لاری ته یی موټر راتاو کړ او پري روان شولو !
لږ مزل مو چی وکړ یو ډیر لوي خوړ راغی بس په دغه خوړ کې مو مزل ته ادآمه ورکړه خوړ نه چې تیر شو!
چړایې راغلله د چړایې سرته چېی پورته شو چی ګورو مخته یوکلې ده دکلې په چپ طرف کې یوه هدیره وه یوه لار له کلې چپه دهدیری په څنګ کی تللې وه اوبله لاره دکلې مابین کې تللې وه!
موږ یې له کلې چپ کړو دهدیري په لاره یی روان کړو!
لږ مزل مو چې وکړ چې ګورو بیا چړایې راغله خو ابل وار په چړاهې راپورته شو دا وار ته دچړاهې نه په کوزیدو شولو!
لاندي چې کوز شولو نو مخته ډیره خرابه لاره شروع شوه داسې معلومیدله چې دا یو کال به په دغه لار موټر نه وي تللې موټر یی ډیر په قرار قرار کې روان کړي وه ، ترورزي مې بار بار راته ویل چې بیدار اووسه حمله پري کوو!
داخلک معلومیږي چې غله دي!
مابه ورته ویل چې صبر وکړه حمله ونه کړي !
لږ مزل مو چې وکړ تقریبن ډیره زیاته ساحه راته ښکاریدله ټولې خړی غونډي وی ځمکې توره تیږه لرله ډیر لری یو لوی غر ښکاریده !
لږ نور مزل مو چې وکړ مخته یو خوړ راغې خوړ ته چې ورورسیدلو په کوم ځای باندی چې دموټر لاره پوري وتلې وه دغه ځای کې ډیري خټې او یو څه اندازه اوبه ولاړی وي!
دا له لري نه معلومیدله چې که موټر پر دغه لاره ور شې نو موټر نشې پري پوری وتلې!
موټروان موټر ودراوه او شاته زما دترورزی مخته چوکې کی ناست ملګري ته یی غږ وکړ!
ورته وي ویل چې کوز شه شاوخواه بله لاره وګوره دا لاره خو خرابه ده !
هغه ملګري یې کوز شه شاوخواه یی وکتل بله لار په نظر ور نغله، لاړ نږدی یوی غونډی ته وخوت شا وخواه یی وکتل بیا یې هم بله لار پیدا نه کړه!
ییرته راغی موټروان ته یې وویل بله لار خو نشته څه کوو!
موټروان ورته وویل مجبور یو پر دغه خرابه لار ورځو!
موټروان موټر ته حرکت ورکړ!
بس دموټر له حرکت سره زما زړه دخوشحالې احساس وکړ!
غالب ګومان می راغی مال څه ووایم چې له دغه ځایه نور موټر مخته حرکت وکړی !
زما له ګومان سره سم موټر چې کله خټو ته ورښکته شه له خټو یی دمخ ټیرونه ووتل، وچې ته شول او دشا دوه ټیرونو یې په خټو کې سلیف وکړ موټروان د ریوس ګیر ولګاوه او موټر ته یی په تیز رفتار سره شاته حرکت ورکړ !
بس په دغه وخت کې دموټر څلور واړه ټیرونه په خټو کې سم خښ شول !
زموږ زړه ته هم ډیر سکون پیدا سه!
موټروان له موټر نه کوزیده موږ غږ پری وکړ مال موږ به هم در کوز شو کومک به وکړو وای نه تاسو مه راکوزیږی!
موټروان چې کوز شه زما دترورزی مخ ته چې کوم نفر ناست وه هغه هم ورپسې ورکوز شو، په موټر کې صرف زما مخ ته چې کوم نفر ناست وه کلاشنکوف ورسره وه مرمې یی تیره کړی وه قید یی بند کړی وه صرف دغه نفر پاتې سه!
هغه نور دوه نفر لګیا ول موټر یی له خټو باسه موږ دري نفر په موټر کې وه!
ترورزی ته می چې وکتل په پلتريو ناست وه راجګ شه دپښو په سر کیناست!
غلې یې راته وویل واي بیدار اووسه حمله پري کوو!
بس له دغې خبری سره مې ترورزي یوه چیغه وکړه !



