د بلک واټر بنسټګر: د امریکایانو له وتلو سره افغان دولت سمدستي سقوط کوي.

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۹ فرید افغان)
د بلک واټر امنیتي کمپنۍ چې ځینو دولتونو ته کرایي جنګیالي ورکوي ویلي چې د امریکایانو له خروج سره سم به د ملي وحدت په نوم جوړ شوی ګډحکومت ونړیږي.
د بلک واتر پوځي کمپنۍ بنسټګر اریک پرنس، چې تازه یې په پنتاګون کې د سلاکار دنده پیل کړې او د افغانستان لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ کار کوي وايي، د افغانستان درنده غمیزه ترمپ ته په میراث پاتې ده.
دی وايي، که امریکایي سرتېري له افغانستان څخه ووځي اجیر حکومت به یې دوه اونۍ دوام هم ونشي کړای.
هغه دا هم په ډاګه کړې، چې مونږ درې کارونه کولی شو؛ سرتیري بهر کولی شو، خو په دې صورت کې به د کابل حکومت په څو اوونیو کې ونړیږي. یا دا، چې په لیونتوب ډېرو لګښتونو ته دوام ورکړو او پایله به یې بیا هم نا معلومه وي او یا دا، چې پر سخت دریځو فشار واچوو،چې د دې وس ځکه نلرو چې طالبان سیمیز پراخ نفوذ لري او هره سیمه سلګونه سیمیز طالبان لري چې داچاره هم ناشونې ده.
دا پداسې حال کې ده چې تیره ورځ د والستریت جورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې د ځینو امریکایي چارواکو له خولې لیکلي ؤ چې د ټرمپ اداره له افغانستان څخه د خپلو عسکرو د ایستلو غور کوي.
ځینې امریکایي چارواکي پدې فکر دي چې د جګړې د تمدید لپاره له کرایي کمپنیو کار واخلي چې د جنایي پیښو او یا د جګړې د بایلات په صورت کې امریکایي دولت نه بلکه هغو کمپنیو ته ګوته ونیول شي
د امریکایي رسنیو په وینا چې امریکایان د افغان جګړې د تمدید او اختتام په ستراتیژیو سره ویشلي دي هغه څوک یې چې ملاتړ کوي دې جګړې ته له اقتصادي زاویي ګوري او د افغانستان په کانونو کې یې سترګې ګنډلې دي.
او هغه سناتوران چې د دې جګړې اختتام غواړي هغوی دا فکر لري چې د زرګونو پوځیانو له قربانۍ او سلګونو میلیارد ډالرو د حیف میل کیدو وروسته هم امریکایان کومه لاسته راوړنه نلري.
اوښایي وروسته تر دې یې هم ونلري



