امریکا: موټروان په پلیو کسانو موټر خیژولی او له یوه زندانه بندیان تښتیدلي

امریکا: موټروان په پلیو کسانو موټر خیژولی او له یوه زندانه بندیان تښتیدلي:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۹ فرید افغان)
راپورونه وایي د امریکا په یوه ایالت کې ۱۲ تنه بندیان له بندخونې څخه تښتیدلي دي.
چارواکو ویلي چې په تښتیدلو کې دوه کسان د قتل په تور نیول شوي ؤ.
چارواکو ویلي چې د تښتیدلو له ډلې یې ۶ تنه بیرته نیولي او د نورو هڅې روانې دي.

بلخوا ځینو رسنیو ویلي چې د کلیفورنیا په آیالت کې یو تن موټر چلوونکي په پلیو کسانو خپل ګړندۍ موټر خيژولی دی.
په پیښه کې ۹ تنه ټپیان دي چې د ځینو وضعیت نازک دی.

د دې پیښې د انګیزې په باب څه ندي ویل شوي.
د یادونې وړ ده چې په لویدیځه نړۍ کې بریدونه په تیره بیا د موټر وهلو پیښې ډیرې شوې چې امنیتي چارواکي یې له سختې وارخطایي سره مخ کړي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button