
زما د ژوند تر ټولو ترخه خاطره (۴مه برخه)
لیکوال : شهیدمل نیازی
وای پام چې موږ ورته ونه ښایاست چې فلانیو راولیږلو زموږ وای دښمنان دي ورسره بدي مو ده؛ مال سمه ده!
بس دغه کور واله سره مو خداي په امانې وکړه او د لاچیانو والا کور په طرف روان شولو هلته چې څنکه ورورسیدلو دروازه مو وروټکوله یو دلوړي ځوانې څښتن او داوږدو اوږدو ویښتو لروونکې ځوان راووت ؛
چې زموږ حال یی ولیده !
واي دا ولې دا ولې !!
ټول کالې مو په وینو تک سره وه ډیر زیات ژوبل شوي وه؛
ورپسې نور دده په رنګ ځوانان راووتل او کیناستلو
پوښتنې یی رانه شروع کړلې واي دا ولې زر قیصه راته وکړي؛
بس موږ هم ټوله قیصه ورته وکړه؛
ان تر دي پوري چې موټر داسې خوړ کې خټو کې خخ شو داسې مو ځانونه تري خلاص کړل ؛
پوښتنه یی رانه وکړه وای موټر به اوس هم هلته خوړ کې وي !
موږ ورته وویل مال موټر ډیر سخت په خټو کې خخ وه ان شاء الله چې اوس به هم هلته خوړ کې خټو کې خخ وي؛
بس مخابره یی را ویستله ټولو کلیوالو ملګرو ته یی مخابره وکړه چې زر زموږ تر حجري ځانونه را ورسوي او ټوپکې او ملا بندي<کمربندی> مو هم درسره را واخلې؛
لږ وخت چې ووت چې ګورو دوه غواګې موټر دوه موټرسایکل مسلح کسان راورسیدل دغو ملګرو ټوله قیصه ورته وکړه چې داسې چل شوي ده؛
بس دغه نفر ټول ورپسې ورغلل!
مشر یی زموږ سره پاتې شه موږ یې حجري ته ننه ایستلو پاک کالې یی راته را واخیستل ؛
غسلونه مو وکړل کالې مو بدل کړل یخ شربت یی هم راته راړو هغه مو هم وڅښه ؛
مشر یی راته وویل وای تاسو ارآم وکړي ان شاء الله معلومات به یې وشې چې دا څوک دي او تاسو یی د څه لپاره تښولي وی؛
تقریبا یو یونیم ساعت انتظار مو وکړ؛
ټول کسان بیرته راغلل هیڅ یی هم نه وه پیدا کړي ؛
مشر یی پوښتنه تري وکړه چې قیصه وکړي څه مو وکړل؛
هغو نفرو کې یوه قیصه شروع کړه وای چې موږ هغه ځای ته کله ورغلو په خوړ کې دموټر دټایرو چاپونه ول او دموټر دمخې خواه پمپر پروت وه نور هیڅه هم نه وه وای له هغې خواه نه یو موټر سایکل هم ورته راغلې وه دموټر سایکل دټایرو چاپونه معلومیدل!
وای په دغه لار بس ډیر تیز پسې روان شولو دموټر دټایرو په چاپو باندي روان و ان وای سپین وام ته ووتلو واي سرک ته چې کله موټر پورته شوي وه ټایرو یی سلیفونه کړي ول د میرعلې طرف ته یی تاو کړی وه دموټر دټایرو تورکې وای سرک پوري پاته شوی وه ؛
بس موږ هم وای دمیرعلې په طرف پسې راغلو خو هیڅ مو پیدا نه کړل ؛
موږ نه یې پوښتنی کولې واي څنګه موټر وه څنګه نښې نښانې یی وي ؛
موږ به نښې ورکړلې دوي به سوچ سره پری کاوه چې هغه دي پلانې موټر نه وي هغه نه وي او دغه نه وي بس دوي دغه مجلس سره کاوه ؛
تر څو یو تن کلیوال راغې وای زموږ دکلې په څنګ کې نن غرمه یو سړي تیریده سر نه تر پښو پوري په وینو کې تک سور و ماته وای په مخه راغې ما وای ورته وویل چې دا ولې!؟
هغه وای راته وویل چې طالبانو د جاسوسې په تور وړي وم ښه یی ووهلم هلته دشته کې یی واچولم!
ټولو ورته وویل واي دغه هغه غل ده چې دوي یی تښتولې وه ټولو افسوس وکړ وای کاشکې نیولې دي وای یا دي موږ ته مخابره کړی وای ؛
تا واي پوښتنه تری ونه کړه چې څوک یی!؟
وای تری ومې کړه وي ویل چی په قوم داوړ یم!
دا خو داسې چل سوي ده ښه!
چې موږ هغه دوه کسان پسې واخیستل په غونډي ورواوښتل هغه موږ ته پټ شوی دي چې صبر وکړه په ملګری مو اوس څه کوي ما چې دهغوي ملګري نه ټوپک واخیست مرمی می چې ورته تیره کړه وای تسلیم تسلیم رحم راباندي وکړي بس مو له څو وجهو نه هغه ونه ویشت چې بیا یی دقیصې په اخیر کې هغه وجهې ذکر کوم!
موږ وویل مال دغه زخمې کس خو به د ډیري وینې زایه کولو او وهلو له وجهې ختم شې او هغه نور دوه خو هسې وتښتیدل موږ بس دتیښتې حرکت وکړ
په کومه لاره یی چې وړي وه په هغه لاره بیرته روان شولو دغه زخمې کس زموږ پسې شاته پټ پټ په ژورو کې راروان شوي ده موږ دکلې مابین ته داخل شولو او دا زخمې دکلې په کوزه خوا کې تللې ده هلته چې هغه کس لیدلې ده هغه ته یی دغه بهانه کړی ده چې داسې طالبانو وړي وم داسې یی را پریښودم!
او پاتې شول هغه نور دوه کسان هغو چې موږ لیدلې یو چې هغه خو لاړل بس ډاریک دموټر ځای ته راغلې دي او موټر یی په څه طریقه باسلې ده او بیولې یی ده!
او پاته سوه هغه موټر سایکل چې له هغې خوانه ورته راغلې ده هغه زموږ موټر سایکل وه !!
ځکه موږ ته روسته معلومات وشه چې موټر سایکل والا خو یی په سیده لار ولیږه هغه ته یې ځای ټارګیټ کړي ده چې پلاني ځای لاري خواته به ودریږي هلته موږ هم در وځو
بس دموټر سایکل والا چې هلته ځان رسولې ده انتظار یی کړي ده ملګرو یې ناوخته کړي ده ځکه هغه خو له جنګ سره مخامخ شول بس اندیښنه شوي یی ده په دغه لاره ملګرو ته راروان شوي ده چې دغه خوړ ته رارسیدلې ده!
بس ټو ل حالات ورته معلوم شوي دي له دغو دوو ملګرو سره یی موټر هم ایستلې ده بس دغسې بیرته پسې تښتیدلې دي ؛
ماذیګر نږدی شو موږ ورته وویل مال پښې مو سخت درد کوي که ډاکتر ته مو بوزۍ ؛
بس ډاریک یی موټر سټاټ کړ دري نفر مسلح دوي شول راسره او موږ سره هم خپل غنیمت شوي کلاشنکوف وه روان شولو ؛
ډاکتر ته یی بوتلو ستنې مو ولږولې ایله مو لږ دردونه کم شول؛
له ډاکتر نه روسته یی هغه دی سلاح مارکیټ ته بوتلو وای تاسو لاړ شې هغو دوکانو باندي ګرځې را ګرځې که چیرته یې کوم ملګري ولیدلې او بیا یی حمله درباندی وکړله !
دوي یو یو شاوخاوه غلې غلې راسره تاویدل او موږ هم په هغو دوکانو کې ښه ډیر وګرځیدلو
خو هيچا هم څه ونه ویل!
دغلته ددغو کسانو دملګري دټیکټونو ایجنسې وه هغې ته راغللو ټول خلک خبر شوي وه چې نن داسې پیښه شوي ده!
خلک بیخې حیران ول!



