
طالبانو د ننګرهار په سپين غر کې امريکايي چورلکه نسکوره کړې
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری۱۰ فرید افغان)
د ننګرهار ولايت په سپين غر ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو د امريکايي ځواکونو اړوند يوه پوځي چورلکه نسکوره کړې ، چې په ترڅ کې يې ګڼو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله رسېدلې ده.
طالبانو د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او کابل ټکی کام ته يې په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره شپه ګډو ځواکونو غوښتل د يادې چورلکې په توسط په سيمه کې د دوی پر وسله والو چاپه وکړي، خو مخکې تر دې چې کوزه شي د طالبانو له لوري وويشتل شوه.
طالبان وايي، په چورلکه کې سپاره ټول امريکايي عسکر وژل شوي دي.
په افغانستان کې ميشتو امريکايي ځواکونو تر دې دمه د يادې چورلکې د سقوط او دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼی پېښه تائيدوي او وايي، چې په سپين غر کې د امريکايي ځواکونو د چورلکې د نسکورېدو په پېښه کې دوه تنه امریکايي عسکر وژل شوي دي.
له سيمې څخه يوې باوري سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې ياده چورلکه له ويشتل کېدو سره سمه نسکوره او په بشپړه توګه ويجاړه شوه.
عيني شاهدان وايي، د چورلکې د غورځېدو سيمه د امريکايي ځواکونو له لوري کلابنده او خپل وژل شوي عسکر يې په يوه بله امبولانس چورلکه کې له سيمې ولېږدول.
طالبانو ويلي، چې دغه چاپه يې له ماتې سره مخ کړې او د دوی وسله والو ته هيڅ زيان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې د څلورو کمانډو عسکرو د مړه کېدو راپور هم ورکول شوی دی، ويل کېږي يادو عسکرو په سيمه کې د وارخطايۍ له امله ټانګ چپه کړ او دوی پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.



