سیګار: افغان دولت له مالي او پوځي پلوه په انزوا کې دی:
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ زمری ۱۰ فرید افغان )
د سیګار په یوه نوي درې میاشتني راپور کې راغلي، چې امریکا په افغانستان کې په ۱۵ کلن ماموریت کې، نږدې ۷۱۴ میلیارده ډالر لګول دي، خو سیګار اداره نه ده بریالۍ شوې، چې د نیمایي په هکله یې هم معلومات راټول کړي.
د جان سپکو اداره وایي د امریکا میلیاردونو ډالرو د افغانستان په بیا رغونه کې د پام وړ رول نه دی لرلی، خو ډېره برخه یې د مفسدینو جیبونو ته تللې ده.
د سیګار له قوله افغان دولت له مالي پلوه په منزوي حالت کې ده او په وینایې چې د سلګونو میلیارد دالرو څخه یې یواځې مافیا او مفسدو کړیو استفاده کړې ده.
بلخوا د سیګار په یاد راپور کې راغلي چې دوی د روان کال د مارچ له لومړۍ د مې تر ۳۱ مې ۲۵۲ امنیتي پېښې ثبت کړې دي، چې ۲۱ سلنه لوړوالی ښيي.
د ادارې په وینا چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې ۲۵۳۱ تنه امنيتي سرتېري وژل شوي او تر ۴۰۰۰ څخه زیات ټپيان دي.
سیګار ویلي چې د جنورۍ له لومړۍ ورځې د مۍ تر لومړۍ اوونۍ افغان قواو دا تلفات درلودلي دي او د تلفاتو دا شمېرې ورته افغان چارواکو خپله ورکړې دي.
يادو شمېرو ته په کتو جګړه هره ورځ د ۲۰ تنو افغان سرتېرو ژوند اخلي. دا په داسې حال کې ده چې د جګړو په ترڅ کې لسګونه هغه افغان سرتېري بېرته ژوندي خوشې کېږي، چې د طالبانو لاس ته لوېږي.
د یادونې وړ ده چې د افغان پوځ په لیکو کې د خیالي سرتیرو شتون او د جګړې په وخت کې د بې تجربې جنګیالیو زیاتوالی هغه څه دي چې د افغان پوځ تلفات یې ډیر کړي دي.
باید وویل شي چې څه موده وړاندې اجرایه ریاست هم چارواکو ته امر کړی ؤ چې د افغان ځواکونو لیکو ته دې د سرتیرو د جلبولو لړۍ ګړندۍ کړي.

















