تبصره
تېره ورځ په کابل کې د عراق پر سفارت مرګونی برید وشو. که څه هم د کورنیو چارو وزارت یې کره شمیره څرګنده نه کړه خو مرګ ژوبله یې له ځانه سره لرله. د کابل ښاریان یو ځل بیا په اندېښنه کې شول چې وسله وال د افغان او بهرنیو پوځونو د مرکزونو سره سره اوس د بهرنیو هیوادونو سفارتونه هم په نښه کوي. هغه سفارتونه چې سلګونه په نویو او ډول ډول وسلو سره سمبال امنیتي ساتونکي یې ساتنه کوي، هغه سفارتونه چې د کابل ښار ښکلا یې د سرکونو په منځ کې په کانکرېټي دیوالونه له منځه وړې ده.
هغو سفارتونو باندې بریدونه کېږي او حکومتي ځواکونه یې له ساتنې ناتوانه دي چې هر یو سفارت د خپل هېواد نمایندګي کوي او په مرکز کې د امن په خاطر ژوند کوي.
اشرف غني چې هلمند ته سفر وکړ، موخه یې دا وه چې د هلمند د اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړي او ورته ډاډ ورکړي چې وروسته له دې به له هر ډول ستونزو څخه وژغورل شي او ولایت ته به یې لازمي اسانتیاوې ورکړل شي.
ډاکټر عبدالله هم د یوه پلاوي په مشرتابه د غور ولایت ته سفر پیل کړ. هغه هم د غور اوسېدونکو ته د امنیت، مرستو او نورو اسانتیاو غوړې غوړې وعدې ورکړې. خو دا چې د کابل ښار له مرګونو بریدونو خوندي نه دی، بهرني اتباع پکې خپل سر او مال خوندي نه ګوري، د ولایاتو امنیت به څرنګه خوندي پاتې شي؟
په اصل کې امنیت په عملیاتو او عوامو سره په تشو وعدو نه رامنځ ته کېږي. امنیت د ولس په غوښتنو راتلای شي، نه په سفرونو او نه په مجلسونو کې په کاغذي وعدوامنیت ساتل کېږي. که په کاغذي وعدو امنیت رامنځ ته کېدای، نو دواړو ډاکټرانو اشرف غني او عبدالله چې د ولس سره کومې بې شمېره وعدې کړې دي اوس به په هېواد کې یو ډز هم چا نه ؤ اورېدلی.
په هلمند کې عملیات وشول، په کندهار کې وشول، په ننګرهار کې وشول او دا دی اوس د بغلان، مرکزي بغلان ولسوالۍ کې عملیات روان دي. د هېواد په ټولو ولایاتو کې عملیات روان دي، خو امنیت په ټپه ولاړ دی. پرمختګ ولاړ دی او پر حکومت د ولس بې باوري ورځ په ورځ مخ په زیاتېدو ده.
د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي افغان حکومت او افغانانو سره په مرسته ټینګار کوي، خو ترکومه به یوه بې باوره او د ولس د رایو له مخالف نظام سره مرسته کوي؟
له داسې حکومت سره به د ملګرو ملتونو د مرستو اداره څنګه مرستې وکړي چې د روان کال له پیله یې پر ولس تر ۱۰۰۰زیات هوايي عملیات کړي دي؟ له هغه هېواد سره به څرنګه مرسته وکړي چې هره شپه ولسي وګړي په ډول ډول نومونو په عملیاتوکې وژني؟
دا چې د کندز والي د ویاند په څېر، د هر ولایت والیان او ویاندویان د خپلو امنیتي ځواکونو د بې کفایتۍ اعتراف کوي؛ نو ولایات څه چې کابل مرکز کې به یې هم د بهرنیو سفارتونو امن خوندي نه وي، بریدونه به پرې کېږي او حکومت به یې وروستۍ سلګۍ وهي.


















