ځايي خلک: طالبانو د جوزجان ولایت خم آب ولسوالۍ اړوند ټول کلي نیولي دي

کابل ټکی کام ۲۸عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر
د جوزجان ولایت له خم آب ولسوالۍ څخه ځايي خلک خبر را کوي چې نن سهار ۵بجې شاوخوا پر دغه ولسوالۍ طالب جنګیالیو پراخ عملیات ترسره کړل، چې د دغه ولسوالۍ اړوند ټول کلي یې پخپله ولکه کې را وستل.
د ځايي خلکو پر وینا چې په سیمه کې د افغان ځواکونو مړي لیدل کیږي، او ګڼ شمېر نور یې د تلفاتو په لیدلو سره په تېښته بریالي شوي دي.
ځايي خلک زیاتوي چې اوسمهال هم د یادې ولسوالۍ په مرکز کې افغان ځواکونه د طالب جنګیالیو تر کلکې محاصرې لاندې دي، او شېبه په شېبه د محاصرې کړۍ پرې تنګیږي.
د طالبانو ویاند ښاغلی ذبیح الله مجاهد یاد برید تأییدوي، او وايي چې جنرال دوستم په سیمه کې له ملکي خلکو سره  زیات وحشت کړی دی، او د ده د ټټر وهلو او د درواغو ادعاوو چې ګواکي  طالب جنګیالي یې له سیمې څخه شاتگ ته اړ کړي دي، د مجاهد له قوله طالبان دې ته اړ کړل چې په سیمه کی پراخ عملیات ترسره کړي.
خو تر اوسه پورې دولتی سرچینو یې په اړه څه ندي ویلي…

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button