(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۴)
د هرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې يو تن نفوذي عسکر خپل څلور تنه محلي پوليس وژلي او خپله طالبانو ته ورغلی دی.
پېښه تېره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د دامان په سيمه کې په يوه پوسته کې رامنځته شوې ده.
طالبانو کابل ټکی کام ته په رالېږلې خبرپاڼه کې د دغه بريد مسئوليت په غاړه اخيستی او ويلي يې دي، چې بریدګر عسکر د دوی نفوذي (مجاهد) و.
طالبانو د نوموړي بريدګر نوم نه دی څرګند کړی، خو زياتوي، چې نوموړي له ځان سره ورته شپږ ميله سپکه او درنه وسله هم وروړې ده.
بل پلو په يو جلا خبر کې ويل شوي، چې نن غرمه د دولس بجو په شاوخوا کې د کندهار ولايت د عامه نظم د پوليسو لواء ته بهرني پوځيان ورغلي او هلته يې د قراول په ساتونکو ډزې کړي.
د سرچينې په وينا، په دغه ډزو کې د قره اول يو افغان ساتونکی وژل شوی او يو بل سخت ټپي دي.
تر اوسه د دواړو بريدونو په تړاو دولتي چارواکو او بهرنيانو څه نه دي ويلي.
-الماس خدرخېل-


















