چهارشنبه, اپریل 22, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

افغان دولت په ريښتیا د سولې دښمن دی

امین الله نشرونکی: امین الله
اگست 5, 2017
کټګوریانې: مقالې
0
7
ځلې شریک شوی
93
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

ليکوال : امين وردګ

افغانان مخکې لا پوهېدل چې : د سولې پروسه يوه پروژه ده ، نه حقيقي حرکت ، ځکې چې ؛ ټيکه داران يې ډېرى د سولې دښمنان دي ؛ مګر دا چې له چا سره ښکاره او کره دليل نه ٶ(تر څو يې ملت ته وړاندې کړي) نو ځکه به ډېری وختونه مدعا بې ارزښته پاتې شوه.
مګر ښه شو چې : اوس یو ځل بیا دولت هغه خپل کرغېړن رنګ موږ ته څرګند کړ او ځان يې وښود چې ؛ د زرکې په جامو کې زرکې هم نيولای شي.

دا هم ولولئ

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

څو کاله وړاندې د کندهار پوهنتون يو پياوړى محصل ليکوال (بشيراحمد ريان) د ملي امنيت له خوا ترور او بيا يې تر سختو شکنجو وروسته زېړ ځبېښلى شهيد جسد د بولد ولسوالۍ اړوند په یوه سيمه کې د سرک له غاړې وموندل شو.
همداراز… تېر کال د افغانستان يو بل پياوړى ليکوال او شناند ښاغلى (انجنير نظرمحمد مطمئن) هم د ملي امنيت له خوا و نيول شو ، مګر بيا زر بېرته خوشې کړل شو ، خو متأسفانه چې څو ورځې وړاندې يو ځل بيا د همغه کرغېړن (او د مظلوم ملت په وينو رنګ) ارګان له خوا نيول شوى او لا تر اوسه يې درک نشته ؛ څوک نه دي خبر چې : په کومه ګناه نيول شوى او چېرې به د تورو تمبو شاته پروت وي ؟
زما په اند :
نوموړى يوازې له همدې امله ګواښکل کيږي چې : حق وايي او په حق ويلو کې له هېچا هم وېره نه کوي.
ښاغلى مطمئن په ريښتيا سره د سولې لپاره کوټلي پلونه اخلي.
نظر محمد مطمئن غواړي چې : په افغانستان کې نورې بې هوده وينې تويې نشي.
نوموړى نه غواړي چې : د افغان دولت واګې دې ، د غلو رهزنو او د ملت د قاتلانو په لاسو کې نورې پاتې شي.
هو ! نظر محمد مطمئن طالبان ترورستان نه بولي ، د هغوى پر ځاى غربي ښکېلاکګرو ته دهشتګرد وايي ، مطمئن هغه چاته مزدور وايي چې : په ناحقه د افغانانو وينې تويوي.
مطمئن وايي چې : طالبان په ريښتيا سوله غواړي ، مګر افغان دولت د سولې تر نامه لاندې غواړي خپل نور مخالفين هم د حکمتيار او ځينو نورو…رهبرانو په توګه تر خپل دم او ودم لاندې راولي.
مطمئن صاحب چې کوم کتاب د (طالب مشرانو سره شپږ ورځې) تر نوم لاندې ليکلى ؛ نو په هغه کتاب کې د ده ناپلوي ، شخصيت ، صداقت ، ريښتينولي ؛ سولې ته ژمنتيا او لېوالتيا ، له ليري ښکاري.
مطمئن د دولت د ځينو کرايه کښو سياسيونو په توګه چلند د خپل ضمير او وجدان د قضاوت په قانون کې تر ټولو سپک موقف بولي ، ځکه د هر چا د سترګو اغزى دى.
نوموړی داسې يو پياوړى منطق لري چې : کله به يې پوښتنه مطرح کړه نو د حريف او مقابل لوري په ستوني به يې ته وا سمدم پل ورکېښود ، خبره به يې په مرۍ کې ور وچه کړه.
مطمئن په ټول وخت کې يو طرفه قضاوت نه دى کړى او نه يې چېرې هم د طالبانو دفاع کړې ؛ مګر هو !يوازې په هغه صورت کې به يې د طالبانو له لوري دليل وړاندې کړ چې : په هغوى پسې به چا دروغ وتړل ، هغه کار به يې هم د سولې لپاره کولو ، يانې غوښتل يې چې ملت کوم دروغين فريب ونخوري ؛ نور به يې ټول وخت د دريمګړي په توګه نه ستړي کيدونکي ګامونه اخيستل.
مطمئن له وړاندې لا مطمئن ٶ چې : اجيره څانګه به کومه ورځ توره خولۍ ور په سرکوي او په کوم تور به يې په خپلو شيطاني لومو کې ګيروي.
د مطمئن له اوس نيولو دا ښکاره شوه چې : دولت د هغه ځواب نه لري ؛ نو بايد يو ډول دوسيه ورته جوړه کړي او دا د سولې ريښتينه کوتره څه وخت په قفس کې وساتي او يا خو يې لږترلږه له بياځلې حقائقو راسپړلو پښېمانه کړي.
خو زما دا يقين دى چې : مطمئن به هم د رويان لاره خپلوي او د همدغې قاتل نظام له لوري به په شهادت رسيږي ، ځکه : دا نظام داسې څوک نشي زغملاى چې ؛ دوى ته يې عيب ور په ګوته کړي او يا د طالب مشرانو ريښتينولۍ ته ژمن وي ؛ دوی غواړي چې : خلک ړانده او کاڼه وساتي ؛ تر څو خپلې تورې او منحوثې څېرې ورباندې و مني ، خو مطمئن داسې څوک نه دى چې ؛ چاته به سرټيټوي ، نو ارومرو به يې يوه ورځ دا نه ټيټېدونکى سر ور پرې هم کړي ؛ خو ښه به دا وي چې : نوموړى نور خپل موقف بدل کړي او د داسې بې رحمه دښمن نه ليرې شي چې : د ځواب ورکولو پر ځاى يې وژل او تحديدول خوښيږي.
دا تر ټولو سپک کار دى چې : يو آزاد ، بې وسلې ، او خپلواک ليکوال په دومره وحشت سره نيول کيږي.
مطمئن ته پکار ده چې : نور د زمرو ځنګل ته لاړ شي او تر دې هاخوا په شغالانو باور و نه کړي او نه پکې و اوسيږي.
اوس که ولسونه پرته له الله وېره نه لري ، نو بايد له دولت نه وغواړي چې : هر څومره زر دغه افغان ستورى را خوشې کړي او بل وخت داسې ماشومانه حرکت تکرار نه کړي.

مخکینې مطلب

هرات کې نفوذي عسکر او کندهار کې بهرنيو ځواکونو افغان سرتيري وژلي

بل مطلب

د جګړې په ناکامۍ باید اشرف غني ګوښه کړل شي

ځانګړي مطالب

مقالې

برتانوي او فرانسوي سرتېرو څنګه د ورزش اپلیکېشنونو له لارې د خپلو پوځي اډو معلومات افشا کړل؟!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 14, 2026
مقالې

پاکستان ولې د ایران او امریکا د جګړې پر مهال پر افغانستان بریدونه وکړل؟

نشرونکی: ح جلال
اپریل 13, 2026
مقالې

د ایران پر وړاندې د امریکا ماته د ټول اُمت بریا!

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 8, 2026
مقالې

د افغانستان پر ملکي خلکو بریدونه: د عدالت، قانون او انسانیت وروستۍ ازموینه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 6, 2026
مقالې

ایران په روانه جګړه کې د مهمو او ستراتیژیکو اهدافو د برید لپاره دوه کومې ځانګړې بې‌پیلوټه الوتکې کاروي؟ 

نشرونکی: ح جلال
اپریل 1, 2026

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 22, 2026
0

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

نشرونکی: ح جلال
اپریل 22, 2026
0

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

د ایران-امریکا مذاکرات: واشنګټن د هرمز تنګی د محاصرې په پای ته رسولو غور کوي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 21, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی که خبرو ته حاضر نه‌شي له سختو پایلو سره به مخ شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران پر توسکا بېړۍ د امریکا برید غندلی او د عملې د خوشې کېدو غوښتنه کړې

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د ایران ستر مذهبي رهبر: سمندري ځواک چمتو دی د دښمن کلابندي ماته کړي

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

د امریکا -ایران اړېکې او د بې باورۍ تر سیوري لاندې سیاست! :

د افغانستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د اړیکو او سیمه‌ییزو مسایلو په اړه ټلیفوني خبرې کړي

اروپايي اتحادیې او افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او دوامداره همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې

د آریانا افغان هوايي شرکت نوې B737-500 الوتکه کابل ته راورسېده

ټولګټو وزارت: د مزار شریف ـ دره صوف ۵۶.۳ کیلومتره سړک د اساسي بیا رغونې چارې ۵۱ سلنه بشپړې شوي

امریکا غواړي د پوځ ژباړونکي او پخواني افغان کمانډويان له قطره کانګو ته ولېږدوي

ټرمپ له ایران سره اوربند غځولی؛ تهران د سمندري محاصرې دوام «جګړه‌ییز اقدام» بولي

قزاقستان له افغانستان سره د اوسپنې پټلۍ همکاریو د پراخېدو او سوداګرۍ د زیاتېدو خبر ورکړ

افغان حکومت له بلاروسه د ډیزلو او پټرولو د پېرلو پر سر خبرې کړي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com