لوګر: ۶امریکایي عسکر د طالبانو په مخامخ بریدونو کې وژل شوی دي
(کابل ټکی کام ۱۳۹۶زمری ۱۴ فرید افغان)
راپورونه وایي چې نن ورځ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ کې د طالبانو او ګډوځواکونو ترمنځ نښته شوې ده چې مرګ ژوبله هم لري
طالبانو رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن ماسپیښین شاوخوا۳ بجې یې د برکي برک ولسوالۍ اړوند د ټنډانو سیمې ته په راغلو امریکايي او افغان عسکرو پراخ بریدونه کړي دي.
طالبانو ویلي چې دبریدونو اوچاودنو په لړ کې یې ۶ تنه امریکايي او ۳ تنه کماندويي عسکر وژلي اوګڼ شمیر نوریې ټپيان کړي دي.
طالبانو همداراز ویلي چې دګډوځواکونو دوه غبرګ ټانګونه یې هم ویجاړ کړي او په وینا یې چې سیمه کې اوس هم پراته دي.
عیني شاهدانو د پیښې په تائید سره ویلي چې د امریکايي عسکرو د اجسادو او ټپيانو د انتقال لپاره ۲ امبولانس هلیکوپترې سیمې ته په چټکۍ سره رسیدلې دي.
دولتي چارواکو او آیساف ځواکونو به دې هکله تر اوسه کوم غبرګون ندی ښوودلی.
داپداسې حال کې ده چې تیره ورځ په کابل کې هم بهرني ځواکونه دطالبانو دبرید ښکار شول.
باید وویل شي چې دا اونۍ د امریکايي عسکرو لپاره تر ټولو خونړۍ هغه وه چې د کابل کندهار او لوګر بریدونو له امله یې سخت ځاني او مالي زیانونه وګالل


















