گیله له خپلو کېږي!/ محمد دُرانی

د هېواد په روانه جگړه کې کله ناکله داسې خبرونه هم خپرېږي، چې افغان عسکرو د ټوپک شپېلۍ پر امریکايي عسکرو وراړولې او څو تنه یې تخته کړي وي. دا خبر په رښتیا هیله بښوونکی خبر وي؛ ځکه څومره چې افغان عسکر امریکايانو ته مرگژوبله اړولی شي هغه وسلهوال طالبان نهشي کولی.
افغان عسکر له امریکايانو سره وسله په لاس گرځي او هرکله چې یې زړه وغواړي هماغه وخت پرې خپل زړه تشولی شي. ملت د داسې خبرونو تږی دی او که هره ورځ نهوي؛ نو دوه ورځو کې باید افغان عسکر د څو امریکایانو تابوتونه خپل هېواد «امریکا» ته ولېږي.
د افغان عسکرو له لوري د امریکایانو په مرگژوبله کې ډېروالی راغلی او داسې پېښې ورځ تر بلې ډېریږي. په روانه میاشت او تېره میاشت کې څو ځلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې افغان عسکرو لسگونه امریکایانو ته مرگژوبله واړوله او دغه کړنه یې په پراخ ډول مثبت غبرگونونه راوپارول.
څو ورځې وړاندې یو افغان عسکر درې امریکايي افسران ووژل؛ خو له بده مرغه چې دغه عسکر د افغان عسکرو له لوري شهید کړای شو، چې وروسته یې یو لیک رسنیو ته راغی او کابل ټکی کام یې پښتو ژباړه له خپلو لوستونکو سره شریکوي.
افغان خبر وېبپاڼې څخه د لیک کټ مټ ژباړه.
ډېر وخت کېږي، چې افغان نجونې د ځینو خلکو او اربکیانو له لوري د امریکايي عسکرو کمپونو ته راوړل کېږي. ددغه نجونو په راوستو شکمن شوم او څېړنه مې پیل کړه. وروسته راته جوته شوه، چې دغه بېچاره نجونې د یو شمېر افغان افسرانو په دلالۍ امریکایانو ته راوستل کېږي او د څو روپیو په بدل کې له امریکايي عسکرو سره نامشروع اړیکې ټینگوي. په افغان افسرانو کې یو شمېر زورواکي دلالان هم شته، چې دغه نجونو ته د کورنیو د وژلو، د اقتصادي ستونزو او نورو لاملونو له مخې دغه نجونې امریکايي کمپونو ته راولي؛ څو غیراخلاقي کړنې ترسره کړي. زه د یو افغان عسکر په توگه او بیا د یوه افغان په توگه مې ونشو زغملی، چې دغه کړنې په خپلو سترگو وگورم او ننداره یې وکړم او افغاني غیرت مې اجازه هم نه راکوله. زه له ټولو افغان عسکرو هیله لرم، چې د دغه ډول کړنو مخالفت د ټوپک په شپېلۍ وکړي او که چېرې ووژل شول، نو شهادت دې ورته مبارک وي.
افغان عسکره! که ته خپله امریکایان نهشې وژلی؛ نو د ټوپک شپېلۍ خو دې په خپل لاس کې ده، چې د افغان عسکر د وژلو پرځای یې پر امریکایانو ورواړوې او د خپلو افغانانو غچ ترې واخلې.



